لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محب طالبانو ته:په اسلام اباد،کوټه اؤ پېښور کې ناستو مشرانو دپاره ځانونه مه وژنئ


دافعانستان دملي امنیت شورا سلا کار ښاغلي حمدالله محب دپاکستان استخباراتي ادارې ته په اشارې سره ویلي چې یوه استخباراتي اداره خپل هدف ته د رسیدو دپاره طالب جنګیالي جګړو ته تشویقوي اؤ خپل کور ورباندې ورانوي.

تېره ورځ ننګرهار ته دسفر په مهال د ملي اردو ځواکونو ته خپله وینا کې هغه په طالب جنګیالو غږ وکړو چې باید دهغه چا دپاره ونه جنګیږي چې پخپله په کوټه،کراچۍ،، پېښور اؤ اسلام اباد کې په ارامه فضاء کې ژوند کوي اؤ دوئ یې دجنګ میدان ته ورخوشې کړي دي.

هغه وویل افغان دولت سولې ته ژمن دی اؤ که طالبان سوله غواړي نو حکومت چمتو دی چې دسولې غږ ته یې غوږ ونیسي.

هغه دهیڅ یو هیواد نوم نه دی اخستی خو ویلي یې دي چې یوه استخباراتي شبکه خپل هدف ته رسیدو دپاره طالبانو باندې دهغوئ خپل کور ورانوي اؤ دخپلو ګټو دپاره یې کاروي.

دافغانستان دملي امنیت صلاح کار ښاغلی حمدالله محب زیاتره مهال پخپلو ویناګانو کې پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي که اسلام اباد نه طالبانو سره مرستې ونه شي نو طالبان یوه اوونۍ هم دجګړې کولو توان نه لري.

خو پاکستان دافغانستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان کې دسولې دپاره یې دطالبانو امریکه سره خبرو ته کښېنولو کې کومک کړی دی.

دهغه ددې تازه څرګندؤنو په هکله لا تر اوسه طالب مشرانو خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم د دوحې بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ نه کیدو یو علت د افغان دولتي مشرانو لانجمنې خبرې هم یادې کړې وې.

طالب مشران وایي هغوئ یوازې دخپل هیواد د سرلوړۍ دپاره جنګیږي خو دپاکستان پوځي اؤ استخباراتي مشرانو څو کرته دعوې کړي چې دطالبانو تحریک هغوئ افغانستان کې دخپلو ګټو دپاره راپورته کړی ؤ .

پاکستاني چارواکي وایي اوس یې په طالبانو لاس بر نه دی اؤ هغوئ دخپلې تګلارې اؤ ګټو په اساس جګړې کوي خو څېړونکي وایي چې اوس هم داسلام اباد اؤ طالبانو نزدیکت یو داسې حقیقت دی چې انکار ترې نه شي کیدای

XS
SM
MD
LG