لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د استازو اېوان نن د صدر ټرمپ د ګوښه کېدو لپاره قرارداد ته رایې ورکوي


واشنګټن ـــ د امریکې پر کانګرس ودانۍ د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سلګونو پلویانو له خوا د جنورۍ پر شپږمه د یرغل له کبله صدر ټرمپ لا هم له سختو نیوکو سره مخ دی او ټاکل شوې چې د استازو اېوان نن د نهې- سه شنبې په ورځ د هغه په ضد وړاندې شوي قرارداد ته رایې ورکړي.

خو د دې قرارداد تر څنګ د اېوان مشران غواړي چې د ولسمشر ټرمپ‌ د مواخذه کېدو لپاره هم یو جلا قرارداد وړاندې کړي چې ټاکل شوې د اېوان غړي به ورباندې د شورو- چارشنبې په ورځ غور پیل کړي.

د ګل- دوشنبې په ورځ اېوان ته په وړاندې شوي څلورمخیز قرارداد کې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ چې د کانګرس له خوا د جوبایډن د تایید په ورځ کوم اقدام کړی هغه د امریکې ملي امنیت، جمهوریت او آیین ته خطر دی، ځکه نو هغه نور اجازه نه لري چې په سپینه ماڼې کې پاته شي.

په قرارداد کې ویل شوي چې صدر ټرمپ نور له قانوني واکمنۍ او حکومتدارۍ سره برابر نه دی. د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي تېره ورځ پخپل یوه بیان کې ویلي:

"صدر [ټرمپ] زموږ د آیین، هېواد او د امریکې د خلکو لپاره یو را نیژدې کېدونکی خطر دی او هغه باید په ډېره بیړه له دفتره لرې کړل شي".

استازو جرګې ته په وړاندې شوي قرارداد کې له مرستیال ولسمشر مایک پینس او د صدر ټرمپ د کابینې له غړو غوښتنه شوې چې له خپل قانوني واکه په ګټې اخیستو ولسمشر ټرمپ له واکه ګوښه کړي.

که د استازو اېوان دغه قرارداد منظور کړي، چې د منظورۍ زیاته تمه یې کېږي، بیا به مایک پینس په څلرویشت ګنټو کې هغه ته جواب وایي، خو تر اوسه نه هم مایک پینس او نه یې د کابینې غړو څه ښکاره اشاره ورکړې چې ګواکې د آیین د 25مې ترمیمي مادې په بنیاد دې "ولسمشر له واکه ګوښه" اعلان کړي.

صدر ټرمپ او مایک پینس د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته په سپینه ماڼۍ کې پر کانګرس ودانۍ د ریپبلکن ګوند د پلویانو تر یرغل وروسته په لومړي ځل سره لیدلي دي او د انتظامیې د یوه اعلی چارواکي په وینا:

"دوی په تکرار سره وویل هغه کسان چې تېره اوونۍ یې قانون مات کړ او کېپیټل ته ننوتل د امریکې د هغه لومړني تحریک استازیتوب نه کوي چې 75 میلینه امریکایان یې ملاتړي دي او ژمنه یې وکړه چې پخپل پاته وخت کې به کار ته دوام ورکوي".

ولسمشر ټرمپ له دې کبله چې د کانګرس له خوا د جوبایډن او کامیلا هاریس د کامیابۍ تاییدولو پر سر یې د ده غوښتنه رد کړه، خپل مرستیال مایک پینس ته غصه دی چې ولې یې په انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله.

د استازو اېوان ته په پروني وړاندې شوي قرارداد کې دا هم ویل شوي چې د رایو په اچولو او شمېرلو کې د ولسمشر ټرمپ‌ د درغلۍ تورونه نه دي‌ ثابت شوي او وایي هغه په جورجیا ایالت کې د انتخاباتو پر چارواکو فشار اچولی چې ده ته تر 11,000 زیاتې رایې ور پیدا کړي او بایډن یې وبایلي،‌ وایي د ده دا اقدام پر کانګرس ودانۍ د ده د پلویانو د برید سبب شو.

د ډیموکرېټ ګوند له خوا په داسې وخت کې د ولسمشر ټرمپ د لرې کېدو لپاره اېوان ته قرارداد وړاندې شوی چې د هغه د ولسمشرۍ د څلورکلنې دوې یواځې یوه اوونۍ پاته ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG