لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د داعش هغه غړی نيول شوی چې د امریکا په سفير يې د بريد پلان جوړ کړی ؤ



د افغانستان ملي امنیت وايي په ننګرهار کې یې د داعش څلور غړي نیولي چې یو یې د هدفي وژنو د ډلې زمینه برابرونکی دی.

په ننګرهار کې د ملي امنيت څانګې په اعلامیه کې ویلي، چې یاد کس عبدالواحد نومیږي او غوښتل یې چې کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير باندې بريد وکړي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د معلوماتو له مخې عبد الواحد د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی او زمینه برابرونکی دی په نیول کېدو سره یې د پلانونه شنډ شول.

ملي امنیت وايي، دا کسان تېره شپه د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي او ورسره یو بریټا تفنګچه، یو میل کلاشنکوف او یو چهردار ټوپک هم نیول شوي دي.

د ملي امنیت اداره دا هم زیاتوي چې د نوموړي د کورنۍ څخه دوه تنه نور هم د داعش ډلې د رهبرۍ غړي ؤ چې په خبره یې په تېر کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي ؤ.

په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه هم داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

بلخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، له افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر پرون ورځ د افغانستان له لوی درستیز محمد یاسین ضیاء سره کندهار ولایت ته تللی و او په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوی تعهد به غوره او قوي پاتې وي او د سفر موخه د بېلابېلو امنیتي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د دوام پیدا کول دي.

په افغانستان کې د هدفي وژنو او د نورو حملو د زیاتیدو وروسته په افغانستان کې امریکايي ځواکونو هم په ځینو عملیاتو کې د افغان قواوو ملاتړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG