لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې استازو اېوان پر کانګرس د خلکو د پارونې په تور د ټرمپ د مواخذې منظوري ورکړه


واشنګټن ــــ د امریکې د استازو جرګې پر کانګرس ودانۍ د ولسمشر ټرمپ‌ د سلګونو پلویانو له خوا د جنورۍ د شپږمې د یرغل په ضد د هغه د مواخذه کېدو لپاره قرارداد وړاندې کړ، چې د ډیموکرېټ او ریپلکن دواړو ګوندونو اکثرو غړو مثبتې رایې ورکړې او د ولسمشر ټرمپ د سمدستي لرې کېدو غوښتنه یې وکړه،‌ خو د ریپبلکن ګوند ځینو غړو د هغه د مواخذه کېدو مخالفت کړی دی.

د شورو- چارشنبې له ماسپښینه تر ماځیګره په کانګرس ودانۍ کې د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کېدو بهیر تر سره شو، چې د استازو اېوان هر غړي ته یې د لنډې وینا وخت ورکړ او په هغه کې دوی د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کېدو یا نه مواخذه کېدو په اړه خپل نظر وړاندې کړ او په پای کې یې د قرارداد په اړه رایې واچولې.

د قرارداد په اړه ټولې 429 رایې وکارول شوې، چې د صدر ټرمپ د مواخذه کېدو په حق کې 232 رایې او په مخالفت کې یې 197 رایې ولوېدې. د ریپبلکن ګوند 10 غړو هم د قرارداد په حق کې رایې وکارولې، خو د واکمن ګوند نورو 197 غړو د صدر ټرامپ د مواخذې په خلاف رایې ورکړې.

د اېوان اکثرو هغو استازو د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کېدو غوښتنه یې کوله، پر کانګرس ودانۍ د جنورۍ د شپږمې یرغل "کورنۍ ترهګري" وبلله او صدر ټرمپ یې "کورنی ترهګر" وباله ځکه چې وایي هغه خپل پلویان د دې برید لپاره پارولي وو. د ټیکساس ایالت استازې د ډیموکرېټ ګوند غړې شیلا جیکسن لي وویل:

"یوه اوونۍ مخکې چې څه وشول د هغه مخکښ به د بغاوت له وجې مواخذه کېږي، دا ځکه چې هغه له بهرنیو او کورنیو دښمنانو د دې ملت په دفاع کې ناکامه شو، هغه تر سپینې ماڼۍ لاندې ودرېد او د کورنیو ترهګرو ډلې ته یې وویل لاړ شئ خپل زور ښکاره کړئ، موږ ضرور باید هغه د قانون منګولو ته راولو او ضرور باید ډانلډ جې ټرمپ مواخذه کړو".

د استازو جرګې هغو غړو چې نه یې غوښتل ولسمشر ټرمپ مواخذه شي وویل، چې دا کار به د امریکا خلک سره ووېشي. دوی د صدر ټرمپ د مواخذه کېدو کلک مخالفت وکړ او د استازو اېوان له نورو غړو یې هم وغوښتل چې د دوی ملګرتیا وکړي. د نارت کېرولاینا غړي ډېویډ مېډسن کاتورن وویل:

"نن ورځ ده چې د کانګرس غړي باید طرفدارانه سیاست یوې خواته کړي او خپل خلک په پام کې ونیسي، زه له خپلو همکارانو غواړم چې د دې تقسیموونکې مواخذه په ضد رایه ورکړي او په دې پوه شي چې د امریکې وېشل دا جمهوریت نه شي ساتلای".

د استازو جرګې مشرې یا سپیکرې نېنسي پلوسي چې د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کېدو تر ټولو کلکه ملاتړې ده، ویلي چې صدر ټرمپ د امریکې د ازادۍ، خپلواک حکومت او د قانون د عملدارۍ لپاره خطر دی.

وروسته له دې چې ولسمشر ټرمپ‌ د امریکې د استازو جرګې له خوا په اکثریت رایو سره مواخذه شو، اوس به دا قرارداد سېنټ ته وړاندې کېږي چې خو داسې نه ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ تر مودې مخکې هلته هم دا قرارداد منظور شي ځکه چې د هغه د واکمنۍ یواځې شپږ ورځې پاته دي.

صدر ټرمپ ويلي هغه د نوي صدر د سوګند اخیستلو په دستوره کې برخه نه اخلي. هغه په صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزام پورې کوي خو مامورین وايي په ټاکنو کې د درغلۍ کوم شواهد نه دي موندل شوي.

د هغه د مواخذې په اړه صدر ټرمپ وویل دا د ټوکو وړ ګام دی. په کانګرس د یرغل وروسته په لومړي ځل د خبریالانو سره په خپلو خبرو کې صدر ټرمپ دا الزام رد کړو چې هغه د تشدد ‌ذمه وار دی. په کانګرس د یرغل نه وړاندې صدر ټرمپ په واشنګټن کې د زرګونو په شمېره کې د خپلو پلویانو غونډې نه ویلي وو چې د صدارتي انتخاب نتجه تاییدوونکو د کانګرس غړو خلاف دې وجنګیږي.

د یادونې وړ ده دا دویم ځل دی چې صدر ډانلډ ټرمپ‌ د خپل حکومت په مهال مواخذه کېږي او داسې د امریکې په تاریخ کې بل وخت نه دي شوي خو تر ده وړاندې هم درې نور ولسمشران یو ځل مواخذه شوي دي.

په 2019م کال کې هم نوموړی د استازو جرګې له خوا په دې تور مواخذه شوی وو، چې وایي هغه له خپل واکه غیرقانوني ګټه اخیستې وه او د یوکراین صدر ته یې په ټلیفون ویلي وو، امريکا به ورته تر هغې قریباً 400 ميلينه ډالر پوځي مرسته ور نه کړي چې د ده د سياسي مخالف جوباېډن د زوی پلټنې یې نه وي کړې.

XS
SM
MD
LG