لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید:داسلام اباد 562مدرسو کې یوازې 92 حکومت سره رجسټرډ دي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي دهیواد پلازمینه اسلام اباد کې 562 دیني مدرسې دي چې په دې کې یوازې 92 دحکومت سره رجسټرډ دي.

د زیارت په ورځ د قانون، سائنس اؤ دفاع د وزیرانو سره یو ځائ رسنیو ته د هیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي په هیواد کې ګڼ شمیر داسې دیني مدرسې شته چې هغه رجسټرؤ نه دي خو که ددې مدرسو د رجسټریشن خبره مخې ته راځي نو حکومت یې په رجسټرډ کولو هیڅ اعتراض یا نیوکه نه لري.

پلازمینه اسلام اباد کې په کال 2007م کې هم دجامعه حفصه په نوم ددیني مدرسې د زرګونو په شمیر ښځینه طالباتو اؤ دلال جومات طالبانو دامنیتي ځواکونو سره یوه سخته نښته کړې وه چې پکې دواړه خواؤ ته په لویه کچه ځاني زیانونه اوښتي وؤ.

پاکستان کې دننه د زرګونو په شمیر دیني مدرسې فعالې دي اؤ ددې مدرسو په نصاب وخت په وخت په مطبوعاتو کې نیوکې کیږي چې دلږکیو په ضد کرکې اؤ په عامه ټولنه کې سخت دریځي خوروي.

خو د دیني مدرسو چلوونکي تنظیمونه بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په دې مدرسو کې ماشومانو ته ویړیا زده کړې ورکول کیږي .

دې مدرسو سره دکیدونکو مالي مرستو په سر هم زیاتره وخت په نړیوالو مطبوعاتو کې پوښتنې راولاړیږي اؤ سرچینې وایي دوه کاله وړاندې د نړیوالو ادارو د فشارونو په نتیجه کې پوځ او حکومت دې ته تیار شوي وؤ چې مدرسې رجسټر کړي خو عملي ګام یې تر اوسه نه دی اخستی.

د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف په 2018م کال کې پاکستان له دې امله په خړ لیسټ کې اچولی، چې وایي په دې هېواد کې یې د تندروه مذهبي ډلو مالي سرچینې نه دي تړلې.

په دې وروستیو کې دپاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز یوې دستورې ته ویلي وؤ دهېواد د دیني مدرسو مرکزي ادارې وفاق المدارس دکال 2019م داپرېل دمیاشتې په پیل کې د پاکستان له وزیراعظم او د پوځ له مشر څخه غوښتنه کړې وه چې د مدرسو رجسټرېشن پیل کړي خو حکومت تر اوسه دا کار نه دی پیل کړی.

تیرکال په مطبوعاتو کې دپاکستاني چارواکو له خولې داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ چې یو شمېر اسلامي تنظیمونه راضي شوي چې تر د30000 پورې مدرسې دې د تعلیم وزارت د سرپرستۍ دلاندې وچلول شي.

دپاکستان دپوځ پخواني ویاند اصف غفور هم ویلي وؤ چې دیرش زره مدرسې به قامي بهیر ته ورګډولی اؤ دنصاب نه به یې دکرکې مواد ویستل کیږي.

د پاکستان د تعلیم وزیر شفقت محمود جیو ټېلې وژن ته په یوه مرکه کې ویلي وؤ د اسلامي تنظیمونو سره شوي لوظنامه کې د مدرسو دپاره قاعدې او قوانین واضح کړی شوي دي، مدرسې به د تعلیم وزارت سره نوم لیکنه یا رجسټرېشن کوي او کومې مدرسې چې داسې نه کوي ورته به د فعالیت اجازت نه ورکول کیږي.

پاکستاني حکومتونه د ډیر وخت راهسې په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کوي خو مدرسو یې تر اوسه مخالفت او مزاحمت کړی دی او د احتجاجونو دړکې یې کړې دي. مدرسې د اصلاحاتو خبره د غربي نړۍ سازش ګڼي.

په کال 2014م کې د پېښور په ارمې پبلک سکول د بوګنونکي حملې وروسته د تندورۍ د مخنیوي لپاره حکومت نېشنل ايکشن پلان جوړ کړی ؤ چې د نورو ګامونو سره په مدرسو کې د اصلاحاتو لپاره پکې هم سپارښتنې شوي خو څېړونکي وايي دغه سپارښتنې تر اوسه په مکمله توګه عملي شوي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG