لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني طالبانو ته: جنګ او وینه تویېدنه ودروئ او اوربند ومنئ


واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني له ترکمناستان سره د درو منصوبو د پرانیستې په مراسمو کې یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو غوښتي چې ډزبندي ومني ځکه چې وایي د افغانستان خلکو پر سوله اتفاق کړی دی.

طالبانو تر اوسه د ډزبندۍ او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه د ولسمشر غني غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی. ولسمشر غني د ترکمانستان د چارواکو په وړاندې نن پخپلو تازه څرګندونو کې وویل:

"طالبانو ته مې پیغام دا دی چې د افغانستان د ولس نبض ولولي، زموږ ملت پر سوله اتفاق کړی دی او د تاوتریخوالي دوام د خلکو د اتفاق او اجماع خلاف کار دی، دا د دې سبب کېږي چې خلکو مو پر وړاندې تر پخوا زیات کلک ودرېږي، نو جنګ او وینه تویېدنه بس کړئ او ډزبندي وکړئ".

د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې له ترکمناستان سره د اورګاډي د پټلۍ، برېښنا او د نوري فایبر د منصوبو په اړه غونډې ته ولسمشر غني وویل، ترکمناستان غواړي د افغانستان په سوله کې خپل کردار تر سره کړي:

"ترکمانستان له 2013م کال را په دې خوا پرله پسې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې د خبرو یو پړاو په ښکلي ښار عشق اباد کې د دې هېواد په کوربه توب تر سره شي".

بل لور ته په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو مشر جنرل سکاټ میلر هم یو ځای بیا په جګړه کې پر ښکېلو غاړو ږغ کړی چې د تشدد کموالی او ډزبندي د افغانانو د راتلونکي لپاره مهم دي او وایي تشدد په دوحه کې د سولې خبرو ته زیان رسولای شي.

ولسمشر غني وویل د افغانستان او ترکمانستان دیني عالمان پر دې سره سلا شوي چې د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره یوه غونډه وکړي، ده د دې هرکلی او د افغانستان د عالمانو له خوا په دې اړه د ترکمانستان د عالمانو مننه وکړه:

"باور لرم چې د دغو دواړو اسلامي‌ هېوادونو د عالمانو ناسته به زموږ د سولې خبرو ته نور تقویت ورکړي".

ولسمشر غني دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو تر منځ د دویم پړاو خبرو لومړۍ غونډه شوې خو لا هم د ایجنډا پر موضوعاتو د نورو بحثونو په اړه ناستې نه دي شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG