لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بایډن د پرانېستې مراسمو لپاره په واشنګټن کې ۲۱۰۰۰ سرتیري ګمارل کېږي


واشنګټن – د بایډن د پرانېستې مراسمو لپاره شپږ ورځې لا پاتې دي خو چارواکو په واشنګټن کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د پولیسو چارواکي وايي، دوی ډاډه دي چې د دغو مراسمو پر وخت به امنیت ټینګ وساتي که څه هم په واشنګټن او د هېواد په نورو برخو کې د نور تاوتریخوالي خبرداري ورکړل شوي.‌

د نشنل ګارډ بیرو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل،‌ نېږدې ۷۰۰۰ ساتونکي له له مخکې څخه په پلازمېنه کې ګمارل شوي دي او د ۲۱۰۰۰ پلان شویو سرتیرو د پوره کولو لپاره نور په لاره دي.‌

له دغو ساتونکو سره به په سلګونو فدرالي ایجنټان او سیمیز او ایالتي پولیس هم ملګري وي.

څلور کاله مخکې، د ټرمپ د پرانېستې په مراسمو کې کابو ۸۰۰۰ سرتیري ګمارل شوي‌ وو.

د ویسکانسن والي ټوني ایورز په یو بیان کې ویلي، "زه ډاډه یم چې د ملي ګاریا نشنل ګارد دغه غړي به له هرې لارې چې وي مرسته وکړي تر څو په راتلونکو ورځو کې زمونږ د هېواد د پلازمېنې امنیت خوندي کړي."

ویسکانسن د ملي ګارد کابو ۵۰۰ سرتیري د نوي ولسمشر د پرانیستې مراسمو لپاره د واشنګټن سیمې ته استوي.‌

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د پرانېستې د مراسمو په اړه له امنیتي ځواکونو سره تر لیدنې وروسته وویل،‌ زمونږ د پولیسو وړتیا چې په واشنګټن کې یې په تېر وخت کې د لسګونو مراسمو امنیت نیولی مونږ او هر امریکايي ته ډاډ راکوي.

پېنس همدارنګه له اف بي آی څخه مننه وکړه چې په زغرده یې په ګانګرس باندې د تېرې اونۍ په برید کې ښکېل کسان تعقیب او ونیول او تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې به نور هم ونیول شي.‌

په داسې حال کې چې پولیسو د شورو یا چهارشنبې له ورځې څخه د پلازمېنې زیاته برخه بنده کړې د پرانېستې له مراسمو څخه شپږ ورځې مخکې هم د پلازمېنې اکثره سړکونه له موټرو او سیلانیانو څخه خالي ښکارېدل او یواځې د رغونې کسانو په سړکونو باندې د موانعو او کټارو په لګولو باندې کار کاوه.

د کانګرس ودانۍ یا کپېټل کامپلېکس د خلکو پر مخ تړل شوې ده او پولیسو خبرداری ورکړی چې هغه چا په وړاندې به له زور څخه کار واخلي او وبه نیول شي چاچې هڅه وکړه ور تېر شي.‌

په واشنګټن کې په بې ساري توګه امنیت نیول شوی. دا سخت امنیتي ګامونه وروسته له هاغې واخېستل شول چې اف بي آی په واشنګټن او ټولو ۵۰ ایالتونو کې د وسلوالو لاریونونو خبرداری ورکړ چې د خالي‌ یا شنبې په ورځ به پېلېږي‌.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د امریکا په کانګرس باندې د لاریون کونکو لخوا په ترسره شوي مرګوني برید کې پنځه کسان مړه شوي دي چې یو پکې د پولیسو افسر وو.‌

XS
SM
MD
LG