د پاکستان پوځ ویلي په شمالي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو عملياتو کې درې پاکستاني پوځي سرتيري او د يو کمانډر په ګډون دوه ترهګر وژل شوي دي.
په سیمه کې امنیتی سرچینو وي او ای ډيوه ته ويلي دغه نښتې د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې هغه مهال شوي چې پوځ په سیمه کې دترهګرو په ضد عملیات ترسره کول.
د سرچينو ترمخه امنيتي ادارو ته خبر ترلاسه شوی ؤ چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې دغلته ورسیدل او د ترهګرو نه یې ګیره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.
پوځ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي چې د سرتیرو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر چې يو يې د بمونو جوړولو ماهر ؤ، وژل شوي او د وسله والو ډزو کې د لانس نايک عباس خان، سپاهی ضیاالاسلام او سپاهی عازب احمد وژل شوي دي.
خو په بیان کې د وسله والو پېژندګلو نه ده په ډاګه شوې چې دغه ترهګر څوک وو او د کومې ډلې سره یې تړاؤ لرلو.
د پېښې په اړه چا زمه واري هم نه ده منلې.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې په پوځ د بریدونو لړۍ یو ځل بیا سېوا شوې او تیره ورځ چارواکو ویلي ؤ د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د پوځ او وسله والو ترمينځ په يوه نښته کې دوه عسکر وژل شوي او درې ژوبل شوي ؤ.
امنيتي سرچينو ویلي په دغه نښته کې د وسله والې طوفان په نوم ډلې د دوه مهمو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې او ویلي يې ؤ په وژل شوو کسانو کې د یادې ډلې مهم کمانډر زېرمل هم شامل ؤ.
چارواکو ویلی له دې پیښې یوه ورځ وړاند په میرعلی سیمه کې یو عسکر په وسله وال برید کې وژل شوی ؤ.
په وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو دا لړۍ په داسې حال کې زیاته شوې چې تیر د کال په اخره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان په مرکز میرانشا کې یوه غټه ولسې غونډه کړې او په سيمه کې يې د هر ډول بدامنۍ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.
خو د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ګل/دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز جي اېچ کيو کې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلی وه، په پاکستان کې امنيتي وضع ښه شوې ده.
هغه ويلي، په كال 2020ﺀ كې د ترهګرۍ پېښې د كال 2019 په پرتله 45 فيصده کمې شوي دي.
پوځي ویاند ويلي ؤ، قبايلي سيمه چې وړاندې پکې پوره رياستي عملداري نه وه اوس ټوله د رياست په کنټرول کې ده.
بلخوا د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو د څېړنې اداره فاټا ريسرچ سنټر وايي په کال 2020م کې د کال 2019م په پرتله په قبايلي ضلعو کې په تشدد او هدفي بريدونو کې د 30 نه تر 40 فيصده پورې زياتوالی راغلی دی.
په وزیرستان کې پولیس مني چې په امنیتي ځواکونو بریدونه او د عامو خلکو هدفي وژنې زیاتې شوي دي او پولیس بیا ددغو بریدونو مقدمې د نامعلومه کسانو په ضد درج کوي.