لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: پاکستان د سکولونو پرانستو نېټې بيا بدلې کړې


په پاکستان کې د کرونا وبا له امله چې تعليمې ادارې بندې کړی شوې او بيا يې د پرانستو نېټې اعلان شوې وې نن د تعليم وزیر د لومړي ټولګي څخه د اتم پورې کلاسونو پېل کېدو نېټه د بلې يوې اوونۍ دپاره د وروستو کولو اعلان وکړو.

د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود نن د جمعې په ورځ په 15م جنورۍ په خبري غونډه کې د تعليمي ادارو د پرانستو نېټې اعلان کړې او وی وويل،

د لومړي ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې کلاسونو پېل کېدو دپاره د فرورۍ لومړۍ نېټه وټاکل شوه. په څلورمه جنورۍ اعلان شوی ؤ چې دا کلاسونه به په 25 فرورۍ پېل شي.

شفقت محمود وويل، د نهم ټولګي نه تر 12 ټولګي پورې کلاسونو دپاره به سکولونه کالجونه په اعلان شوې ټاکلې نېټه په 18م جنورۍ او د لوړ زده کړو د کمېشن [اېچ اېس سي] لاندې نورې تعليمي ادارې او پوهنتونونه به په لومړۍ فرورۍ پرانستلی شي.

هغه وويل دې سږ کال به زده کوونکي د امتحان پرته بل کلاس نه اړول کيږي.

نوموړي زياته کړه د تعليمي ادارو د پرانستو پرېکړه د کرونا د مخنيوي دپاره د جوړ قومي مرکز د رابطه کار کمېټۍ په غونډه کې وشوه چې پکې مرکزي او د صوبې د صحت او تعليم وزيرانو ګډون وکړو.

نوموړي په ملک کې د کرونا وبا تازه شمېرې وړاندې کړې او وی يې ويل د ملک په ځينو ښارونو کې د کرونا شمېرې سېوا رپورټ کيږي له دې امله به د لومړي ټولګي نه تر اتم او د لوړو زده کړو يا پوهنتونونو د پرانستلو وړاندې به په ځينو ښارونو او ضلعو کې يو ځل بيا د کرونا جاج اخستل کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG