لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملایشیا د پاکستان پي ای اې الوتکه د 14 میلینه ډالرو پر سر د شخړې له کبله ګرځولې ده


واشنګټن ــــ د ملایشیا هېواد چارواکو د پاکستان د سرکاري هوایي کمپنۍ پي ای اې یوه مسافر وړونکې الوتکه د پیسو پر سر د شخړې له کبله پاکستان ته له بیرته ستنېدو ګرځولې، خو د پي ای اې چارواکي وایي دا شخړه له ملایشیا سره هیڅ تړاو نه لري.

د پي ای اې دا 777 بویینګ جهاز د پنجشنبې- زیارت او جمعې په منځنۍ شپه د خپل معمول پرواز له مخې پایتخت کوالالمپور ته مسافر وړي وو او ټاکل شوې وه چې له هغه ځایه هم بیرته مسافر پاکستان ته راوړي خو چارواکو درولې ده.

پي ای اې نن پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې الوتکه کې مسافر هم کښېنستي وو، خو وايي ناببره ځایي چارواکو د جهاز عملې ته وویل چې د عدالتي امر په بنیاد د پاکستان جهاز پخپله قبضه کې اخلي:

"د پي ای اې الوتکه د ملایشیا د ځایي عدالت په امر ګرځول شوې ده، دا د پي ای اې او یو بل فرق تر منځ د برتانیې په عدالت کې د روانې قانوني شخړې پر سر یواړخیزه پرېکړه ده".

د پاکستان د سرکاري هوایي کمپنۍ ویاند عبدالله حفیظ خان ډان انګرېزي ورځپاڼې ته ویلي، په کوالالمپور کې بند پاته 170 مسافر به د یوې بلې الوتکې په وسیله پاکستان ته را ولېږدوي او وایي د تحریک انصاف له حکومته یې غوښتي چې د ملایشیا له چارواکو سره دا شخړه له سفارتي لارې حل کړي.

عبدالله حفیظ خان وایي دا د پي ای اې او پېریګرین کمپنۍ تر منځ د پیسو د ادا کېدو پر سر شخړه وه چې په اړه یې شپږ میاشتې مخکې د برتانیې په عدالت کې مقدمه درج شوې وه. پي ای اې دوولس کاله مخکې له دې کمپنۍ الوتکه په لیز (اجاره) اخیستې وه، چې وروسته یې د دواړو تر منځ د پیسو د ورکړې پر سر شخړه راغلې وه.

د پاکستان د هوابازۍ اداره وایي د پېریګرین او پي ای اې تر منځ د 14 میلینه ډالرو شخړه روانه ده، چې له کبله یې د ملایشیا چارواکو پاکستان ته د پي ای اې الوتکې د ستنېدو اجازه نه ده ورکړې.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د کوالالمپور هایکورټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله پرېکړه کې ویلي، چې د پاکستان پي ای اې کمپنۍ په اجاره (لیز) د الوتکو د ورکولو تر ټولې لویې کمپنۍ اېرکېپ څخه دوه جیټ الوتکې په 2015م کال کې په لیز اخیستې وه، چې پي ای اې بیا په 2018م کال کې پر پېریګرین کمپنۍ په داسې حال کې خرڅه کړې وه چې له اېرکېپ کمپنۍ سره یې لیز پر ځای پاته وو.

د هوابازۍ د چارو څېړونکي وایي د کمپنیو تر منځ په لیز د الوتکو ورکولو معامله عادي خبره ده، خو وایي دا لومړی ځل دی چې د پاکستان یوه الوتکه د ملایشیا پر هوایي ډګر درول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG