لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې چاودنه اؤ هرات کې په پولیسو برید کې ۱۴عسکر وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په هرات ولایت کې دطالبانو درېوؤ پلوي پولیس عسکرو په خپلو نورو ملګروعسکرو ډزې کړي چې پکې ۱۲ پولیس عسکر وژل شوي دي.

دهرات دامنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده دشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي دا پېښه تیره شپه دغوریان ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه ویلي پولیس په دغه پوسته کې ډوډۍ خوړلو ته ناست وؤ چې دهغوئ درېوؤ نورو پولیسو ملګرو په دوئ وړومبي دلاسي بم برید وکړو اؤ بیا یې پرې ناتاره ډزې وکړې .

د ویاند د وینا له مخې په دې برید کې ۱۲ عسکر وزل شوي اؤ دبرید نه وروسته دغو پولیسو د وژل شوؤ پولیسو نه وسلې اؤ ګاډي هم تښتولي دي.

دامنیه قوماندانۍ ویاند دعوه کړې چې برید کوونکي عسکر دطالبانو ملګري وؤ اؤ له برید وروسته د طالبانو لیکو کې شامل شوي دي.

دطالبانو ویاند ددې برید دمسولیت قبلولو سره پخپل یو لنډ بیان کې ویلي چې برید کوونکي له برید وروسته دطالبانو سره یو ځائ شوي دي.

په عین حال کې دکابل ښار په دریمه امنیتي حوزه کې دمائن چاودنې له امله دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسینو ته ویلي دا چاودنه دشنبې په ورځ دکابل پوهنتون به سړک دامنیه قوماندانۍ په یو موټر شوې ده.

هغه پېښه کې د دوؤ پولیسو د وژل کیدو اؤ دیو عسکر د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.

په پولیسو دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې یوه ورځ دمخه امریکې اعلان وکړو چې افغانستان کې یې دخپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ ته راټیټه کړې ده.

افغان دولت وایي د افغانستان خپل امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه اوس ددې جوګه دي چې دخپلې خاورې څخه دفاع وکړي اؤ ددښمن بریدونو ته خوله ماتی ځواب ورکړي خو په دې وروستیو کې په افغان ځواکونو سیوا شوؤ بریدونو کې دګڼ شمیر افغان عسکرو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG