لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیتي ځواکونو ثناء اعجاز د بلوچستان له خاورې ویستلې ده


ثناء اعجاز
ثناء اعجاز

د ژوب ضلعې انتظامیې دبلوچستان دحکومت په امر دپښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمیټۍ غړې اؤ د “واک “تحریک مشره ثناء اعجاز په ژوب کې دیوې لائبریرۍ دپرانستې څخه منعې کړې اؤ هغې ته یې دصوبې نه د وتلو امر کړی.

میرمن ثناء اعجاز وایي صوبې نه دهغې په ویستلو پسې دومره ډیر امنیتي ځواکونه ژوب ته ورغلي لکه چې هغه یوه مدني فعاله نه بلکې یوه ترهګره وي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې میرمن ثناء اعجاز ویلي هغه ژوب ته دپي ټي ایم کومې غونډې له نه ده ورغلې بلکې دښځو دتحریک واک په تابیا یې دیوې لائبریرۍ دپرانستې مراسمو کې برخه اخسته چې امنیتي ځواکونه اؤ انتظامي چارواکي ورپسې ورغلل اؤ هغه له وینا منعې کړه.

ثناء اعجاز وایي امنیتي اؤ انتظامي چارواکو ورته ویلي چې باید له صوبې څخه اوځي ځکه چې صوبایي حکومت دپي‌ ټي ایم دمشرانو منظورپشتین،محسن داوړ،ډاکټر سیدعالم مسید اؤ دهغې بلوچستان ته په ورتګ اؤ دغلته په هر رقم فعالیتونو بندیز لګولی دی.

ثناء اعجاز زياته کړه چې د انتظاميې لخوا ورته د 2020م کال د نومبر د 3م نېټې يو نوټيفکېشن ښکاره کړل شوی چې پکې ليکل شوي وؤ چې د امن و امان د خوندي ساتلو په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ،علي وزير ، محسن داوړ، ډاکټر سيد عالم او ثناء اعجاز د بلوچستان يوې سيمې ته هم تګ نشي کولای.

دهغې په وینا "مونږ په دې بنديز نه وؤ خبر ، تر دې وړاندې د 2020م کال د مارچ کې د بلوچستان حکومت لخوا په لګول شوي بنديز خبر وو او هغه خو زوړ بنديز ؤ او دا هغه وخت ختم شوی دی"

د ژوب د پوليسو د ايس ايچ او شېر علي په خبره د بلوچستان د داخله چارو د وزارت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرتابه د بنديز په ترڅ کې يې ثنا اعجاز له غونډې راګرځولې او هغه يې د ضلع شيراني د پوليسو په ولقه کې د بلوچستان ايالت له "حد" څخه خېبر پښتونخوا ته لېږلې ده.

د شېر علي په خبره د ايالتي وزارت داخله نوټيفيکېشن د 2020م کال د نومبر پر 3مه نېټه جاري شوی دی په کوم کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ، علي وزير ، محسن داوړ ، ډاکټر سيد عالم محسود ، او ثنا اعجاز باندې و بلوچستان ته پر داخله بنديز دی .

ثناء اعجاز
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:22 0:00

ثناء اعجاز دا خبرې ډیوه سره په داسې حال کې کړي چې هغه دامنیتي ځواکونو په ولکه کې وه اؤ دصوبې دحدونو نه ویستلو دپاره په ګاډي کې کښېنولې وه.

هغې وویل “زمونږ چې دلته کوم تنظیمونه دي هغه به د بلوچستان حکومت دا امر په عدالت کې چیلنج کوي،ځکه چې زمونږ نه اخر دوئ ته کومه ویره ده چې دلته مو نه پریږدي؟”

ثناء اعجاز وایي “مونږدپي ټي ایم له محاذه یوه سوله ییزه مبارزه کوؤ چې له دې هیچاته ویره نه ده پکار خو بیا “واک”دپښتون ژغورنې غورځنګ سره هیڅ تړاؤ نه لري ځکه چې دا تحریک دښځو‌ په تعلیم،په علم، په کتاب ، اؤ کتاب سره په مینه خبره کوي “

دپښتون ژغورنې غورځنګ یوه بله فعاله وړانګه لوڼۍ په ژوب کې د ثناء اعجاز ترڅنګ وه هغې ویلي په ثناء اعجاز پسې دصوبې نه و ویستلو دپاره ډپټي کمشنر،دایف سي اؤ‌ پولیس ځواکونه په دومره ګڼ شمیر کې راغلي لکه هغوئ چې احسان الله احسان نیولی وي اؤ دځان سره یې بوځی .

ثناء اعجاز وایي هغه دباچا خان اؤ عبدالصمد خان اڅکزئ دخیالاتو منونکې ده اؤ دې ریاست تل دهغوئ دخیالاتو منونکي ترهګر ګڼلې دي .

له دې وړاندې دبلوچستان حکومت په بیلابیلو وختونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پشتین اؤ محسن داوړ هم بلوچستان ته له ورتلو وروسته له صوبې ویستلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG