لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: د پوليس جوړېدونکې پوسته تباه کړی شوې، دوه ترهګر وژل شوي


د شمالي وزيرستان په میران شاه کې د پوليس جوړېدونکې پوسته الوځول شوې او په جنوبي وزيرستان کې پوځ ويلي، د تحریک طالبان پاکستان سجنا ډلې دوه ترهګر يې وژلي او يو ژوبل نيولی دی.

د شمالي وزیرستان پولیسو ویلي، په ميرانشاه کې نامالومو کسانو په دته خېل سړک دپاسه د احمدخېل په بابره اډه د پولیسو دپاره جوړېدونکې پوسته تباه کړې ده.

پوليس ویلي پوسته خوشې وه ځکه ځاني تاوان يې نه دی اړولی.

د جمعې په شپه ناوخته د شمالي وزيرستان په میرعلي سړک دپاسه په ډزو کې يو ډاکټر وژل شوی ؤ، پوليس ويلي ډاکټر د نامالومو کسانو په ډز کې وژل شوی ؤ.

بل لور ته پوځ ويلي د جنوبي وزیرستان په نرګوسه علاقه کې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات کړي، دوه ترهګر يې وژلي او يو يې ژوبل نيولی دی.

پوځ ويلي وژل شوي ترهګر د تحریک طالبان پاکستان سجنا ډلې غړي، د بمي چاؤدنو ماهر، د ترهګرو روزونکي او په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وو.

پوځ ویلي وژل شوی ترهګر عثمان په 14م اکتوبر 2020 په جنوبي وزیرستان کې په امنيتي ځواکونو بريد کې ککړ وو په کوم بريد کې چې يو کېپټن عمرچيمه او ورسره پينځه سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې د امن په ځای کولو دعوه کوي چې دغه علاقې يې په پوځي عملياتو کې د تندلارو څخه پاکې کړي خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې نه يواځې امنيتي ځواکونو په نخښه کيږي، بلکې ځايي مشران او د علاقې خلک هم په هدف کول کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG