لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاوچي: په امریکا کې په سلو ورځو کې د سلو میلیونو کسانو واکسین یو شونی کار دی


واشنګټن - په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي کارپوه د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل،‌ د منتخب ولسمشر جوبایډن لخوا د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې سلو میلیونو کسانو ته د کورونا واکسین ورکول یقینا چې یو شونی کار دی.

د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر انټوني فاوچي ان بي سي ټي وي سره په خبرو کې وویل، دی باور لري چې اوسني واکسینونه او هغه چې ژر مارکیټ ته راځي په ګډه سره له ماسکونو او ټولنیز واټن ساتلو سره یوځای هغه څه دي چې امریکا بېرته ښه حالت ته راوستلی شي.

دا مهال امریکا له ښه حالت څخه ډېره لېرې ده ځکه نېږدې ۲۴ میلیونه کسان پکې په کورونا باندې اخته شوي دي چې د نړۍ په بل هېڅ کوم هېواد کې ساری نه لري.

خو د واکسین ورکولو کمپاین تر اوسه پورې له ستونزو سره مخ وو ځکه په هغه شمېر کسانو ته د تېر کال تر پایه پورې واکسین نه دی ورکړل شوی چې د ټرمپ ادارې یې اټکل کړی وو.‌

په ورته وخت کې د کالیفورنیا د لاس انجلس کاونټي په امریکا کې د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه لومړۍ شوه ځکه په کورونا اخته کسان پکې تر یو میلیون څخه زیات شول.‌

په دغه سیمه کې د کورونا د زیاتو پېښو ترڅنګ د وایرس دوه نوي ډولونه چې لومړی په برتانیه او ډنمارک کې موندل شوي وو هم لیدل شوي دي‌.

د برتانیې ډول ډېر زیات ساري دی. په لاس انجلس کې د عامې روغتیا مشرې ډاکټرې باربارا فیرر په یو بیان کې ویلي، "په لاس انجلس کې د وایرس د برتانوي ډول پیدا کېدل خطرناک دی."

تر اوسه پورې څېړونکي باوري نه دي چې ایا د وایرس ډنمارکي ډول به هم د برتانوي په څېر ساري وي او که نه خو په ډنمارکي ډول باندې نظر ساتونکي چارلس چو د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، "د اندېښنې وړ داسې نښې دي چې د وایرس دا ډول هم ښايي په زیاته اندازه خپرېږي."

هند او برازیل امریکا پسې هېوادونه دي چې په ترتیب سره پکې د کورونا د پېښو شمېر ۱۰.۵ او ۸.۴ میلیونو ته رسېږي.

د مکسیکو ولسمشر د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، دده هېواد هم د ملګروملتونو د هغې غوښتنې سره همغږی دی چې بډایه هېوادونه دې خپل د واکسین اخېستلو ځینې برخه د دې لپاره وځنډوي چې غریب هېوادونه هم واکسین ترلاسه کړي.

ولسمشر مانول لوپېز اوبرېډر وویل، په داسې حال کې چې د مکسیکو د فایزر واکسین به وځنډېږي دوی اوس د یو شمېر نورو واکسینونو د اخېستلو په لټه کې دي چې په هغو کې اسټرا زېنېکا، چینايي کنسینو او روسي سپوتنېک واکسینونه شامل دي.

په برازیل کې هم د یکشنبې په ورځ دوو واکسینونو ته د بیړني ورکولو اجازه ورکړل شوې ده.

په دغه هېواد کې تر ۲۱۰۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي او دا مهال یې روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.‌

له کورونا څخه د مړو دا شمېر امریکا پسې دوهمه لویه شمېره ده.

په برازیل کې د اسټرا زینیکا او چینايي سینواک واکسینونو ته د بیړنۍ اجازې له ورکولو څو ساعته وروسته ساو پاولو کې یوې نرسې ته چینايي واکسین ورکړل شوی دی.‌

په برازیل کې هم د کورونا وایرس د نوي ډول پېښې تایید شوي دي چې ویل کېږي په چټکۍ سره خپرېږي.‌

پاکستان د یکشنې یا اتوار په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د اسټرا زینېکا واکسین ته د بیړني‌ ورکولو اجازه ورکړه. د جنوبي اسیا په دې هېواد کې د وایرس تر ۵۲۰۰۰۰ زیاتې پېښې تایید شوي دي چې له ګاونډي هند څخه خورا زیاتې کمې دي. په افغانستان کې بیا د رسمي شمېرو له مخې، ۵۴۰۶۲ کسان په کورونا اخته او ۲۳۴۳ یې مړه شوي دي.

برتانیې اعلان وکړ چې دوی پلان لري تر سپټمبر پورې په هېواد کې هر بالغ کس ته واکسین ورکړي چې نېږدې ۵۱ میلیونو کسانو ته رسېږي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب سکای نیوز ته د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، "که مونږ یې تر دې تیز وکړو نو غوره به وي او که نه نو دا مو پلان دی."

په ختیځې اروپا په اکثرو هېوادونو کې د واکسینونو د خوندیتوب په اړه لا هم زیات شکونه دي.

د سربیا له اوه میلیونه وګړو څخه یواځې دوه لکو یې د واکسین اخېستلو غوښتنه کړې.

د سربیا د ټېنس لوبغاړي نواک جکوېک ویلي،‌ دی نه غواړي چې د واکسین اخېستلو لپاره پرې زور راوړل شي.

په جوکوېک کې په تېر اوړي کې کورونا مثبت شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG