لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن د پرانېستې له مراسمو څخه دمخه د واشنګټن امنیت کلک نیول شوی


واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ به د ټاکلي‌ ولسمشر جوبایډن د پرانېستې مراسم ترسره شي او اف بي آی د نشنل ګارد د هغو ۲۵۰۰۰ سرتېرو امنیتي کتنه (سکیورټي سکریننګ) کوي چې په واشنګټن کې به ددغو مراسمو امنیت نیسي، په داسې حال کې چې له دننه څخه د بریدونو اندېښنې شته.

پوځي سکرټر راین مکارټي اسوسېټېډ پریس ته ویلي، چې ده او نورو مشرانو د کوم ګواښ په اړه شواهد نه دي لیدلي او تر اوسه پورې د ګارد د غړو په کتنه کې هم څه نه دي‌ ښکاره شوي.

مکارټې وویل، "مونږ په دومداره توګه ددې بهیر کتنه کوو او هر یو کس ته په دوهم او دریم ځل ګورو څوک چې ددغې موخې لپاره ګمارل شوي دي."

خو مکارټې وویل، داسې استخباراتي‌ راپورونه دي چې له بهر څخه ځینې ډلې له پرانېستې مراسمو څخه دمخه وسلوال لاریونونه برابروي.

پر امنیتي چارو تر هغې راوروسته لا زیات غور کېږي، چې د پرانېستې له مراسمو څخه دوه اونۍ مخکې د تلونکي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په زرګونو پلویانو د کانګرس په ودانۍ باندې برید وکړ.

ټرمپ وهڅول چې د کانګرس پر ودانۍ باندې لاریون وکړي په داسې حال کې چې وکیلان د بایډن د الیکټورل کالجونو د تصدیق لپاره سره راټول شوي وو.

اوس د کانګرس د ودانۍ شاخوا امنیت کلک نیول شوی، کانګرس ته په پرتو لارو باندې کټارې او اغزن تارونه لګول شوي او چارواکو نشنل مال تړلی او په واشنګټن کې یې د میټرو ګڼ تم ځایونه بندل کړي دي.

همدارنګه د واشنګټن او ویرجینیا ترمنځ پروت پول هم بند شوی او په زرګونو پولیس او د نشنل ګارد سرتیري په سیمه کې ځای پر ځآی شوي دي.

د شته امنیتي اندېښنو سره سره بایډن پلان لري چې د پرانېستې مراسم په خپل سنتي او ټاکلي ځای کې ترسره شي.

د بایډن په راتلونکې اداره کې د اړیکو د څانګې مشرې کتی بیډینفیلډ اې بي سي ته وویل،

"زمونږ پلان او تمه دا ده چې منتخب ولسمشر بایډن به له خپلې کورنۍ سره یوځای د جنورۍ په شلمه نېټه د کانګرس د ودانۍ لویدیځې غاړې ته پر بایبل باندې لاس کېږي."

هغې زیاته کړې، د بایډن ډله "د امریکا په استخباراتي ادارې او خپلو شریکانو باندې بشپړ باور لري چې د یو کال راهیسې یې د پرانېستې د مراسمو د خوندي ساتلو لپاره کار کړی.

ټرمپ د امریکا د تاریخ د ۱۶۰ کلن دود او دستور پر خلاف چې واک ویلي چې د ولسمشر د سوګند په مراسمو کې به ګډون نه کوي په داسې حال کې چې په تېرو ټولو مراسمو کې تلونکی ولسمشر ځکه ګډون کوي چې د واک سولیز لېږد په ډاګه کړي.

خو مرستیا ولسمشر مایک پېنس به په دغو مراسمو کې ګډون کوي.‌

ټرمپ ددغو په دغو مراسمو کې د ګډون پرځای د شورو یا چهارشنبې په سهار له سپینې ماڼۍ څخه د سرې قالینې له مراسمو سره په اېرفورس ون الوتکه کې خپل تفریحي ځای فلورېډا ته روانېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG