لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: په سزاګانو کې د کمي باوجود د پښتونخوا نهه کسانو ته د مرګ سزا ورکړی شوې


د سعودي عرب د بشري حقونو کمېشن ویلي، په کال 2020م کې په سعودي عرب کې 27 کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې چې پکې د نهه کسانو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی.

د سعودي عرب د بشري حقونو کمېشن ویلي، د کال 2019م په پرتله په سعودي عرب کې د مرګ د سزا ورکولو شمېرې 85 فيصده راکمې شوي دي.

ويل شوي په سعودي عرب کې د مرګ په سزاګانو کې کمی د نشه يي توکيو سره اړونده جرمونو په لړ کې شوی چې په دغو سزاګانو کې عارضي مهلت ورکړی شوی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د بنديوانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم [وايس فار پرزنرز] غړی نور عالم اېډوکېټ وايي په سعودي عرب کې د مرګ په سزاګانو ورکولو کې کمی راغلی خو د هغې باوجود هم د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو نهه کسانو ته د مرګ سزا ورکړی شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو ته په کال 2019م کې 31 کسانو او په 2018 کې 53 کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوې وې.

نور عالم اېډوکېټ وويل چې په سعودي عرب کې د مرګ سزاګانې زیاتره بهر ملکيانو ته ورکړل کيږي.

نوموړی وايي د سعودي عرب عدالتي د انصاف نظام کمزوری دی ځکه چې عدالت سر لوړی نه دی که عدالت څوک خوشی کړي خو چې د شهزاده استخباراتو نه وي پرېښودی نه شي خوشی کېدی.

د بشري حقونو نړيوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل د کال 2019 د کلني رپورټ ترمخه په سعودي عرب کې 184 کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړی شوې وې او دا په نړۍ کې د سر هېواد ؤ چې د مرګ زياتې سزاګانې پکې ورکړل شوې وې، په دغو 184 کسانو کې شپږ ښځې او د نيمې نه زيات بهر ملکيان وو.

د چارسدې د هري چند سره تعلق لرونکی پوخ عمره تن ضمير خان وايي زوم يې د پينځه کالو راهسې د رياض په جېل کې دی او هغه د مرګ په تور کې بنديوان دی او دلته یې کورنۍ د کړاؤنو د ډک ژوند سره مخ ده.

نور عالم وايي په سعودي کې بهرنیانو ته زياتره په داسې مقدمو کې د مرګ سزاګانې واورول شي چې دوی پرې خبر هم نه وي لکه په کال 2019 کې په څلورو کسانو باندې تور لګول شوی ؤ چې دوی د حکومت مخالفه ډلې سره يو ځای شوي يا په دغه ډول هلوځلو کې ککړ وو.

د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد وايي کمېشن د دغه خبر هرکلی کوي چې تېر کال د مرګ د سزاګانو ورکولو شمېرې راکمې شوي دي او د نشه يي توکیو په تړاؤ جرمونو کې بله موقع ورکول کيږي.

عواد ویلي وليعهد شهزاده سلمان په کال 2018م کې اعلان کړی ؤ چې په عدالتي او قانوني اصلاحاتو کار کوي د کوم سره چې به د مرګ سزاګانې کمې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG