لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن – څېړونکي وايي، دوی د کالیفورنیا په جنوبي برخو کې د کورونا نوی ډول موندلی او همدا سیمه په امریکا کې په کورونا تر ټولو زیاته ځپل شوې ده.

په امریکا کې د سیډرز سینای په نامه یو خیریه اکاډیمیک طبي مرکز وايي، د دوی ډلې د لاس انجلس له روغتون څخه ۱۹۲ نمونې یا سمپلونه او همدارنګه له جنوبي کالیفورنیا څخه تر ۴۰۰۰ زیات سمپلونه د نومبر او ډیسمبر په میاشتو کې اخیستي وو.

دوی ویلي، چې د کورونا نوی ډول د لاس انجلس په ۳۶ فیصدو او د ټولې سیمې په سمپلونو کې ۲۴ فیصده موندلی دی.‌

دوی ویلي، په جنوبي کالیفورنیا کې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د کورونا د پېښو زیاتوالی ددغه نوي ډول سره په یو وخت کې رامنځ ته شوی.

دغه څېړنه تېره اونۍ د وروستۍ کتنې لپاره استول شوې وه.

سېډر سینای ویلي، د کورونا دغه نوی ډول لکه څرنګه چې په برتانیه کې د لومړي ځل لپاره موندل شوی په چټکۍ سره خپرېږي خو د څېړنې په پایلو کې نه دي راغلي چې ایا د کورونا د نورو ډولونو په پرتله زیاته مرګونې هم ده او که نه.

څېړونکي وايي،‌ د کورونا دغه نوی ډول په شمالي کالیفورنیا، نیویاک او واشنګټن ډي سي کې موندل شوی دی.

په لاس انجلس کې په منځنۍ کچه هره ورځ د کورونا تر ۱۳۰۰۰ زیاتې نوې پېښې موندل کېږي خو دوه میاشتې مخکې دغه شمېره په ورځ کې کابو ۳۰۰۰ ته رسېدله.

په امریکا کې د کورونا پېښې او مړینې دواړه په دې وخت کې زیاتې شوې دي.

مکسیکو:

مکسیکو تمه لري چې د فایزر بایوټېک واکسینونو وروستۍ جوپه د نهې یا سې شنبې په ورځ ترلاسه کړي او بیا به د راتلونکو درې اونیو لپاره نور واکسین نه ترلاسه کوي تر څو د ملګروملتونو هغه غوښتنه ومنل شي چې غریبو هېوادونو ته هم واکسین ورسېږي.

د مکسیکو ولسمشر انډرېس مانوېل لوپېز اوبرېډر وویل، مکسیکو به د فایزر دوه لکه ډوزه واکسین د نهې یا سې شنبې په ورځ ترلاسه کړي مخکې له دې چې دغه هېواد ته به د نورو واکسینونو لېږل په لنډ مهاله توګه وځنډېږي.

خو هغه وویل،‌ چې په موقتي توګه د واکسین ځنډېدل به د هغه لخوا هغه هڅې ټکنۍ نه کړي چې غواړي خپلو ټولو خلکو ته واکسین ترلاسه کړي.

هغه وویل، حکومت یې له مخکې څخه له چینايي او روسي واکسینونو او د برتانیې له اسټرا زېنېکا واکسین سره هم تړونونه کړی چې د رسېدو په حال کې دي.

تمه ده مکسیکو ته د فایزر پنځه میلیونه ډوزه واکسینه ورسېږي کله چې یې په راتلونکې میاشت کې ورته د واکسین لېږل بېرته پیل شي.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې مکسیکو د کورونا ۱.۶ میلیونه پېښې او ۱۴۱۰۰۰ مړینې تایید کړې دي.

ډبلیو اچ او:

د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وو، چې تر ۳۹ میلیونو زیات واکسینونه لږ تر لږه ۴۹ هېوادونو ته ورکړل شوي دي. یواځې ۲۵ ډوزه یو غریب هېواد ته ورکړل شوي، نه ۲۵ میلیونه او ۲۵ زره بلکه یواځې ۲۵ ډوزه.

تېدروس ویلي وو، که چېرې بډایه هېوادونه له غریبو سره واکسینونه شریک نه کړي نو دا ناکامي به د خلکو ژوند واخلي.

جاپان:

اخوا د جاپان لومړي وزیر ویلي چې په هېواد کې د کورونا وایرس سره سره به دوی د سږ کال د اوړي المپیک سیالیو ته تیاری نیسي.

دا په داسې حال کې چې د کورونا په پېښو کې د وروستي زیاتوالي له امله په ټوکیو کې بیړنی حالت اعلان شوی او پر بهرنیانو یې خپلې پولې تړلي دي.

د مطبوعاتو د سروې ګانو له مخې، کابو ۸۰ فیصده جاپانیان فکر کوي چې المپیک سیالۍ باید سږ کال ونشي.

اروپا:

د یو بل خبر له مخې، د چېک جمهوریت هم د کورونا د نوي ډول پېښې تایید کړې دي. ورته خبر د بلجیم چارواکو هم ورکړی.

په سوېتزلېنډ کې چارواکو په تفریحي ښار سېنټ مورېتز کې دوه هوټلونه قرنطین کړي او د ټولو مېلمنو د کورونا ټېسټونه یې غوښتي.

په ایټالیا کې چارواکو ویلي،‌ چې د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا پېښې پکې له لسو زرو څخه کمې شوې وې.

په فرانسه کې روغتیايي چارواکو کمپاین پیل کړی چې له ۷۵ کلنو څخه زړو خلکو ته واکسین ورکړي او دوی وایي، تر نیم میلیون زیاتو کسانو ځانونه د واکسین لپاره راجستر کړي دي.

چین:

چینايي چارواکو د ګل په وځ د سلو نویو پېښو خبر ورکړی او د رویټرز خبري اداره وايي،‌چې تر ۲۹ میلیونو زیات چینایان دا مهال د سخت لاک ډاون لاندې دي

په امریکا کې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، له کورونا څخه د مړینو شمېر له ۳۹۸۰۰۰ څخه زیات شوی دی چې دا په نړۍ کې تر ټولو لویه شمېره ده.

برازیل او هندوستان د کورونا د مړینې له پلوه امریکا پسې دي چې په ترتیب سره پکې ۲۰۹۰۰۰ او ۱۵۲۰۰۰ ته رسېږي.

افغانستان او پاکستان:

په پاکستان کې وروستۍ شمېرې ښيي چې په کورونا باندې تر ۵۲۳۰۰۰ زیات کسان اخته او تر ۱۱۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

په افغانستات کې پرې د چارواکو په وینا تر ۵۴۰۰۰ زیات کسان اخته او تر ۲۳۰۰ زیات مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG