لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د ورک روسي نسله امریکایي غرختونکي مړی موندل شوی


واشنګټن ـــ هغه روسي نسله امریکایي غرختونکی چې د پاکستان په شمالي سیمو کې یې یو غره ته د ختلو هڅه کوله د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ ورک شوی وو او یوه پوځي هیلیکاپټر یې تر پلټنې وروسته مړی موندلی دی.

چارواکي وایي دغه امریکايي وګړی د قراقرم غرونو په لړۍ کې د پاسترو او براډ څوکو تر منځ ورک شوی وو، چې وایي د ګل- دوشنبې په ورځ یې مړی د پوځي هوابازۍ د ژغورنې ډلې تر پلټنو وروسته وموند.

د الپاین کلب سیکرټر قرار حیدري وي او اې ډیوه ته وویل،‌ چې د ایلیکس د مړي درک لګول شوی دی خو وایي مړی یې لا هم له واورو نه دی را ایستل شوی:

"د مړي نخښې نښانې موندل شوې دي، د پوځ هیلیکاپټر به مړی له هغه ځایه را اوچتوي او سکردو ته به یې راوړي".

د ژغورنې ډله وایي ایلیکس ګولډفارب له خپل ملګري زولټن سلانکو سره- چې د هنګري اوسېدونکی دی- یو ځای د نړۍ 12مې لوړې د غره څوکې ته ختل او د موسم د کتلو لپاره د پاسترو څوکې ته تللي وو،‌ چې ناببره ورک شوی وو.

چارواکي وایي ملګری یې زولټن سلانکو یو باتجربه لارښود غرختونکی دی، خو وایي نوموړی هغه مهال بیرته له ایلیکس څخه را ګرځېدلی چې هغه پر مخ روان وو، خو ده د موسم د خطرناک حالت له کبله نه شوای کولای په هغه پسې لاړ شي.

چارواکي وایي د کې ټو غره له کومې څوکې چې دغه امریکایي غرختونکی لاندې لوېدلی هغه 6209 هسکه وه.

د مړه شوي روسي نسله امریکایي زوی لېوي ګولډفارب لیکلي چې پلار یې ماتې منونکی سړی نه وو. وایي پلار د شوروي اتحاد تر ماتېدو سمدستي‌ وروسته له روسه امریکې ته کډه شوی او هلته یې د پلاسټیکو په یوه کارخانه کې کار کاوه.

لېوي ګولډفارب وایي پلار یې دوې پي ایچ ډۍ کړې وې او اوس مهال په هاورډ پوهنتون کې د درملې جوړېدنې په څانګه کې پروفیسر وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG