لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز تور لګولی تحریک انصاف ته هند او اسرايل پېسې ورکړي، حکومت يې رد کړی


د پاکستان مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز تور لګولی چې حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف ته د اسرايل او هند لخوا پېسې ورکړی شوي دي، خو د تحریک انصاف د حکومت وزيرانو دغه تورونه رد کړي دي.

د نهې/سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) د الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته احتجاج کړی او د اليکشن کمېشن نه یې د تحریک انصاف پرضد د بهرنيو پېسو د قضيې په سمدستي توګه د فېصله کولو غوښتنه کړې ده.

مريم نواز احتجاجي غونډې ته په وېنا کې تور لګولی چې تحریک انصاف ګوند ته د هند او اسرايل نه پېسې راغلي ځکه عمران خان په دغه خبره د نااهلۍ نه ويريږي او د دغه قضيې فېصله نه کیږي، او د اووه کلونو راهسې دغه قضيه په ځای پرته ده.

مریم نواز په اليکشن کمېشن غږ کړی چې دغه قضيه واوروي او په عمران خان يې د دغه قضيې د ودرولو سره نور تورونه هم لګولي دي.

خو د تحریک انصاف ګوند حکومتي وزیرانو بيا دغه تورونه رد کړي دي.

د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز او د ساينس او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چوهدري د پي ډي اېم د مشرانو تورونه رد کړي دي.

شيرين مزاري ويلي د مريم نواز پلار هندوستان ته تللی خپل زامن يې بوتللي د کاروباريانو سره يې ليدلي کورته يې اجیت دول راغلی، نوازشریف چې وزيراعظم جوړ شو هندوستان ته تللی، عزرايل ته د مولانا صاحب استازي تللي دي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان هم په الېکشن کمېشن ټکونه کړي چې بې وسه دی نه يې په انصاف ولاړ انتخابات کړي او نه یې د هند او اسرايل نه پېسې اخستونکي ګوند (پي ټي ايي) پرضد فېصله واوروله.

نوموړي په عمران خان هم نيوکې کړي چې هغه د نورو سره د حساب کتاب (احتساب) خبره کوي خو د خپل ګوند د اووه کالو راهسې پرتې قضيې نورې ځنډولو او غځولو هڅې کوي.

هغه يو ځل بيا تکرار کړې چې ورته ويل کيږي چې په ادارو دې تنقيد نه کوي، هغه وويل ادارې د اسمان څخه نه دي راغلي د ادارو د جرمونو له امله پاکستان مات شوی او پاکستان په مسلو کې ښکېل شوی دی.

احتجاجي غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د پيپلز ګوند پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف، د عوامي نيشنل ګوند امير حېدر خان هوتي، د قومي وطن پارټۍ افتاب شېر پاو او اختر مېنګل هم وېناګانې کړي.

پي ډي اېم تور لګوي د تحریک انصاف حکومت خوښ کړی شوی (سلېکټډ) حکومت دی او په شا يې د پوځ او اسټبلشمنټ د ودرېدو تور لګوي او وايي د تحریک انصاف د حکومت لرې کولو پورې به غورځنګ جاري ساتي.

پوځ په سياست کې د لاس وهنې تورونه رد کړي او حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو دپاره جوړ شوی دی.

د الېکشن کمېشن دريځ

الېکشن کمېشن ويلي، په خپلو زمه وارو خبر دی بې د فشاره یې د ائین او قانون ترمخه پوره کوي سوتره انتخابات کوي.

او د تحریک انصاف ګوند په اړه د بهرنيو پېسو د قضيې په اړه یې ویلي، د کرونا وبا او وکيلانو او کمېټۍ د يو غړي له امله دغه قضيه مخ په وړاندې نه ده تللې.

د بهرنيو پېسو قضيه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړونکو غړو کې شامل اکبر اېس بابر چې اوس د دې ګوند غړی نه دی په کال 2014م کې يې الېکشن کمېشن ته خواست کړی ؤ چې په ګوند کې دننه په پېسو کې غبن (کرپشن) او د بهر نه راتلونکو پېسو کې قوانين غلط کارول شوي دي.

بابر ويلي تحریک انصاف په کال 2007 او 2012م کې د بهر هېوادونو څخه ترلاسه شوو پېسو تفصيلات د الېکشن کمېشن نه پټ کړي دي.

اکبر اېس بابر تور لګولی چې پي ټي ايي ته د بهر نه پېسې په غېر قانوني لارو(مني لانډرنګ) راغلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG