لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د امریکې د نوي ولسمشر جوبایډن هرکلی کړی


واشنګټن ــــ د امریکې د نوي ولسمشر جوبایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هېرس د لوړې تر مراسمو سمدستي وروسته د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو د هغوی هرکلی کړی او د امریکې له نوي حکومت سره یې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

د نړۍ د هېوادونو مشرانو که یوې خواته د امریکې د 46م ولسمشر په توګه د جوبایډن د نوي حکومت هرکلی کړی او مبارکي یې ورته ویلې ده، بلې خواته یې ډاډ څرګند کړی چې د تېر حکومت غوندې به له نوي حکومت سره هم خپل کار او دوه اړخیزو اړیکو ته دوام ورکوي.

افغان ولسمشر اشرف غني جوبایډن ته د مبارکۍ تر څنګ د هغه د لوړې د مراسمو ورځ تاریخي بللې ده. صدر غني پر ټویټر لیکلي، "افغانستان په دې ازمېیښتي وخت کې له امریکې سره- چې د افغانستان بنیادي اتحادي دی- ولاړ دی، چې هغه [امریکا] د امن لپاره د همکارۍ د پر ځای کولو او د ترهګرۍ د هراړخیزې ستونځې د مخنیوي لپاره نوی پیل کوي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یوه ټویټ کې ویلي، د جوبایډن له حکومت سره د امریکې او پاکستان تر منځ د تجارتي او اقتصادي فعالیتونو، موسمي بدلون، د عامې روغتیا د ودې، کرپشن او په سیمه او نړۍ کې د امن لپاره د لا ټینګې همکارۍ جوړېدو ته سترګې په لار دی.

چین که څه هم د جمهوریت د ټینګښت په اړه څه نه دي ویلي، خو له ډانلډ ټرمپ سره خپلو خرابو اړیکو ته یې اشاره کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چون یینګ د شورو- چارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي:

"په تېرو څلورو کلونو کې د امریکې انتظامیې د چین په اړه پخپل سټرېټیجیک دریځ کې بنیادي غلطۍ وکړې، د چین په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړه،‌ چین یې وځاپه او بدنامه یې کړ او د چین امریکې اړیکې یې ډېرې زیاتې خرابې کړې".

د چین خارجه وزارت وایي، چینایي مشران تمه لري چې د بایډن اداره به ډېر ژر دوه اړخیز احترام، برابرۍ او ګډو ګټو ته په کتو له چین سره خپلې اړیکې سمې کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د 2015م کال ایټمي تړون ته اشاره کړې، چې ولسمشر ټرمپ ترې وتلی وو او ویلي یې دي‌،‌ تمه لري چې جوبایډن به بیرته دې تړون ته ور داخل شي او پر ایران لګېدلي بندیزونه به ختم کړي. حسن روحاني د کابینې په یوه غونډه کې ویلي:

"دا اوس په امریکې پورې اړه لري. که واشنګټن د ایران ایټمي تړون ته را وګرځي نو موږ به هم په تړون کې خپلې ژمنې په بشپړه توګه پوره کړو".

د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن هم په یوه بیان کې له بایډن او د هغه له نوې انتظامیې سره د کار کولو هوډ ښکاره کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به همکاري ټینګوي او پر هغه څه به کار کوي چې دواړو ته لومړیتوب لري:

"د کورونا وایرس د ختمولو او د موسمي بدلون، امنیت او د جمهوریت پرمختګ او دفاع زموږ ګډ هدفونه دي او زموږ ملتونه به د دغو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره اوږه په اوږه کار کوي".

بوریس جانسن د برتانیې پارلمان یا هاوس آف کامنز ته ویلي، دی به د سږ کال په پای کې د نړۍ د مشرانو په G-7 سرمشریزه او په ګلاسګو کې د موسمي بدلونونو په اړه کېدونکي کانفرنس کې د جوبایډن لیدو ته سترګې په لار وي.

د نېټو عمومي مشر جنرل جینز سټولټنبرګ په یوه ټویټ کې صدر جوبایډن او د هغه مرستیالې کاملا هېرس ته مبارکي ویلي او ویلي یې دي "نن د نېټو اتحاد د نوي باب د پیلېدو ورځ ده، یوه غښتلې او مضبوطه نېټو د شمالي امریکې او یورپ دواړه لپاره ښه ده".

د یورپي کمیشن مشرې ارزولا فان ډیرلیان پخپل پیغام کې ویلي، یورپ د امریکې له نوي حکومت سره نوي پیل ته تیار دی. مېرمن ارزولا ویلي یورپ له څلورو کلونو وروسته په سپینه ماڼۍ کې یو ځل بیا خپل ملګری پیدا کړ. مېرمن ارزولا په برسلز کې د یورپي پارلمان غړو ته ویلي:

"په امریکا کې دغه نوی سباوون هغه شېبه ده چې موږ یې له اوږدې مودې انتظار کاوه. یورپ له خپل پخواني او باوري اتحادي سره نوي کار ته تیار دی. زه هیله منه وم چې بایډن به په امریکا کې تفریق ختم کړي او د ده د سوګند مراسم به نړۍ ته د هیلې یو پیغام وي".

د جرمني صدر فرېنک والټېر سټاینمېر د جوبایډن صدر کېدل د جمهوريت لپاره یوه ښه ورځ ګڼلې ده. ښاغلي فرېنک والټېر په یوه بیان کې ویلي:

"زما تسلي وشوه چې جوبایډن د صدر په توګه نن لوړه وکړه او سپینې ماڼۍ ته را روان دی. زه پوهېږم چې په جرمني کې ډېر نور خلک هم زما په رنګه د تسلۍ او خوشالۍ احساس کوي".

د جرمني صدر د امریکې جمهوري طاقت او زغم ستایلی او ویلي یې دي "په امریکا کې [جمهوریت] د ډېر زیات فشار په وړاندې او د کورنۍ دښمنۍ باوجود کلک ودرېد، د امریکې ادارو، انتخاباتي کارکوونکو، ګورنرانو، عدلیې او کانګرس خپل زور ثابت کړ".

نورو یورپي مشرانو له امریکې سره زړو ستونځو ته له اشارې ډډه کړې او داسې ښکاري دوی هڅه کوي دا ډاډ تر لاسه کړي چې ګواکې د امریکې نوی حکومت دوی ته د ښو متحدینو په سترګه ګوري.

د ایټلي وزیراعظم جوزپي کونتې د نهې- دوشنبې په ورځ خپل پارلمان ته ویلي "موږ یوه ګډه مضبوطه ایجنډه لرو، چې موږ دواړه یې د موسمي بدلون، زرغون او ډیجیټل او ټولنیز شراکت په اغېزمن هراړخیز اړخ کې لیدل غواړو".

د یورپي هېوادونو مشرانو ځکه په خپلو څرګندونو کې د بایډن له حکومت سره د نوي پیل یادونه کړې، چې د ډانلډ ټرمپ د انتظامیې او یورپي اتحاد د مشرانو تر منځ پر ګڼو مسایلو اختلافات راغلي وو، چې په هغوی کې، د نېټو دفاعي بجټ، نړیوال تجارت او د موسمي بدلون په ضد مبارزه شامله ده.

XS
SM
MD
LG