لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په سیوۍ کې پر ملېشه بمي حمله کې 4 عسکر وژل شوي پینځه ټپیان


واشنګټن ــــ د بلوچستان په سیوۍ سیمه کې د ملېشه ځواکونو پر عسکرو بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا په نتیجه کې یې څلور عسکر وژل شوي او پینځه نور ټپیان شوي دي.

د سیوۍ د ضلعي انتظامیې یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د شورو- چارشنبې په ورځ د سیوۍ په یوه غرنۍ سیمه سانګان کې شوې ده.

وایي د ملېشه ځواکونو د سیوۍ سکاونټ 154 څانګې کسانو د بم ناکاره کولو له ډلې سره یو ځای په سیمه کې د یو نوی چیک پوسټ لپاره لاره کلېر کوله چې هلته ښخ ماین پرې وچاودېد.

چارواکي وایي په چاودنه کې نهه ملېشه عسکر ټپیان شوي وو، چې وایي په هغوی کې د څلورو حالت نازک وو او وروسته یې ساه ورکړه او پینځه زخمیان یې په هیلیکاپټر کې کوټې ته وړي دي.

د دې بمي چاودنې ذمه واري بلوچ لبرېشن ارمي نومې تنظيم منلې ده.

په سیوۍ او شاوخوا سیمو کې د بلوچستان لیبرېشن آرمي په نامه د خپلواکي‌ غوښتونکو بلوڅانو وسلواله ډله فعاله ده چې وخت په وخت پر امنیتي ادارو د بریدونو ذمه واري‌ پر غاړه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG