لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق په پایتخت بغداد کې غبرګو ځانمرګو بریدونو 28 تنه وژلي، لسګونه ټپیان


واشنګټن ـــ د عراق د پایتخت بغداد په یوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې نن یو په بل پسې غبرګ ځانمرګي بریدونه شوي چې د چارواکو په وینا په نتیجه کې یې لږ تر لږه 28 تنه وژل شوي او 73 نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي دغه ځانمرګي بریدونه د مرکزي بغداد په باب الشرقي تجارتي سیمه کې په داسې حالاتو کې شوي چې د پلان شویو تر وخت مخکې انتخاباتو په اړه ناارامي او اقتصادي بحران زیات شوی دی.

په عکسونو کې لیدل کېږي چاودنه په یوه کباړي بازار کې شوې چې د ژمي تودې جامې پکې یوې بلې خواته پرتې دي او په چاودنو کې د وژل شویو او ټپیانو وینې ځای پر ځای ښکاري.

د عراق د ګډو عملیاتو د کمانډ ویاند مېجر جنرل تحسین الخفاجي وایي، لومړي ځانمرګي بریدګر د بازار په منځ‌ کې چیغه کړې چې دی ناروغه دی او کله چې یې خلک پر ځان را غونډ کړي دي په ځان پورې تړلي مواد یې چاودلي دي. وایي دویم هم تر لومړۍ چاودنې وروسته دستي په ځان پورې تړلي بارود چاودلي دي.

د دغو بریدونو ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو د عراق پوځي چارواکي وایي دا د داعش ډلې کار دی. تحسین الخفاجي وایي:

"دا د ترهګرۍ یو عمل دی چې د داعش ډلې د ویدوونکې څانګې له خوا تر سره شوی، داعش غوښتل خپل وجود ثابت کړي ځکه چې په پوځي عملیاتو کې دې ډلې ته ډېر بنیادي تاوانونه ورسېدل".

د عراق د روغتیا او پولیس چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط اسوشیېټیډ پریس ته ویلي، کېدای شي د مړیو او ټپیانو شمېر تر دې هم زیات وي. وایي په ټپیانو کې هم د ډېرو حالت مرګونی دی.

دا په تېرو درو کلونو کې په بغداد کې لومړی لوی برید ګڼل کېږي. په 2018م کال کې هم په همدې سیمه کې هغه وخت ځانمرګي برید شوی وو، چې د هغه وخت وزیراعظم حیدر العبادي د داعش ډلې د ماتې اعلان کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG