لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ فعالېدو اعلان کړی خو خلک وایي لا نه دی فعال شوی


واشنګټن ـــ د پښتونخوا د نویو ضلعو د زده کوونکو د تېرو اتو میاشتو غوښتنې ته په جواب کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون په جنوبي وزیرستان کې د 3G او 4G انټرنیټ د پرانیستلو اعلان کړی خو د سیمې اوسېدونکي وایي دا انټرنیټ دومره کمزوری دی چې د دوی کار نه کوي.

عمران خان د شورو- چارشنبې په ورځ په واڼه کې خلکو ته په یوه غونډه کې وویل، چې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو د تېز انټرنیټ غوښتنه جایزه ده او ده یې د پوره کېده اعلان وکړ:

"تاسې ته دا زېری درکوم چې له نن [جنوري 20مې] به ستاسې 3G او 4G پرانیستل شي، دا د ځوانانو جایزده غوښتنه ده، ځکه چې په موبایل د انټرنیټ اسانتیا د تعلیم او هرڅه لپاره پکار ده".

د پاکستان د مواصلاتو مرکزي ادارې هم اعلان کړی چې په قبایلي ضلعو کې یې تېز انټرنیټ فعال کړی دی. د جنوبي وزیرستان اوسېدونکې ګلالۍ وزیره د پېښور په اسلامیه کالج کې د پولیټیکل ساینس زده کوونکې ده، هغه وایي په سیمه کې د انټرنیټ د نشتوالي له کبله یو سمیسټر ترې پاته شوی دی:

"په مارچ کې چې موږ د کورونا وبا له کبله وزیرستان ته لاړو نو زموږ کلاسونه ضایع شول ځکه چې آنلاین کلاسونه شروع شوي وو خو موږ ترې خبر نه وو".

ګلالۍ د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته ویلي، د خپل سمیسټر د پوره کولو لپاره د پېښور په یو شخصي هاسټل کې اوسېږي چې وایي له کبله یې کرایې ورباندې راځي او خرڅه یې هم زیاتېږي.

ګل زمان د کوهاټ پوهنتون د جرنلزم څانګې زده کوونکی دی، وایي بېګا ټوله شپه یې د انټرنیټ لپاره له کوره بهر تېره کړې او اوس هم په دې تمه دی خو تر دې مهاله چې په سیمه کې کوم انټرنیټ فعال کړای شوی ډېر کمزوری دی:

"تر اوسه د وزیراعظم په خبره عمل نه دی شوی، 2G انټرنیټ دلته راځي خو هغه هم سم کار نه کوي".

وزیراعظم عمران خان پرون په واڼه کې ویلي وو، په دې سیمه کې چې یې تر اوسه 3G او 4G نه وو فعال کړی یوه وجه یې امنیتي ستونځې وې او وایي ویره یې درلوده چې کېدای شي ترهګر یې استعمال کړي.

دا چې د پاکستان پوځ په وزیرستان کې پوځي عملیات کړي او دغه سیمه یې له ترهګرو پاکه اعلان کړې نو په داسې وخت کې تېز انټرنیټ له ترهګرو سره څه کار لري، د دفاعي چارو څېړونکی او پخوانی بریګېډیر سید نذیر وایي:

"دا څه مراعات نه دي چې وزیراعظم یې اعلان کوي چې 3G او 4G انټرنیټ مو درته راوړو او وایي امنیتي اندېښنې دي، یوې خواته وایي دا علاقه پرامن ده حالانکې نه ده ځکه چې اوس هم هدفي وژنې کېږي، ضروري نه ده چې [وسلوال] دغه وسیله استعمالوي نورې وسیلې هم دي".

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې نه یواځې په وزیرستان بلکې په اکثرو قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ د اسانتیاوو د نشتوالي په ضد احتجاجي مظاهرې شوې وې او د سمدستي فعالولو غوښتنې شوې وې.

وزیراعظم عمران خان تر دې وړاندې هم څو واره په قبایلي سیمو کې د انټرنیټ د فعالېدو ژمنې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG