لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين به پاکستان ته د کرونا ضد پينځه لکه ويکسين ډالۍ کړي، قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، چين به پاکستان ته د 31م جنورۍ پورې د کوېډ-19 ضد سينوفرم پينځه لکه ويکسين ډالۍ کړي.

شاه محمود قرېشي د زيارت/پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې دغه خبره کړې او ويلي يې دي دا ښه خبر ورسره د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې په ټيليفوني خبرو کې شريک کړی دی.

د قرېشي په وېنا د چين سيال يې ورته وویل، چې سمدستي الوتکه وروليږي او دغه ويکسين راوړي او دا د خوښۍ خبر دی او زر به پاکستان دغه ويکسين راوړي او په ډېرو زندګيو بچ کولو کې به کامياب شي.

قرېشي په دې خبره ډېر ټينګار کړی بيجنګ د ښې جذبې په سر اسلام اباد ته دغه ويکسين ډالۍ کوي، هغه زياته کړې چين او پاکستان د هر وخت سټراټيجيکي اړيکې لري.

په پاکستان کې د دوايانو د تنظيم ادارې د ګل/دوشنبې په ورځ د سينوفرم ویکسينو منظوري ورکړې ده، چين د دې مياشتې په سر کې د دې منظوري ورکړې او راپورونه وايي د بحرېن او متحده عرب اماراتو په ګډون په څو هېوادونو کې دا ويکسين کارول کيږي.

پاکستان تیره اوونۍ د اکسفورډ پوهنتون د جوړو ويکسينو منظوري هم ورکړې ده.

قرېشي ویلي چينايي سيال یې ورسره دا لوظ هم کړی چې د فرورۍ د اخرې پورې به ورته 11 لکه ويکسين هم تيار کړي.

هغه زیاته کړې د چين تکنيکي او طبي پوهان په اسلام اباد کې د کرونا ضد مبارزه کې خپلې تجربې شريکوي او د صحت په چارو کې د وزیراعظم مرستيال فېصل سلطان ویلي په پاکستان کې د چین د درېم قسم کرونا ضد ويکسينو درېمه ازموينه روانه ده چې پکې 17500 کسان برخه اخلي.

هغه ویلي د کېنسيونو ازموينې روانې دي او هيله يې څرګنده کړې چې د فرورۍ د لومړيو پورې به يې نتيجې مخې ته راشي.

پاکستان چې د 220 ملينه پورې ابادي لري تراوسه پورې پکې د سرکاري شمېرو ترمخه پينځه لکه 28زره 891 کسان د کرونا وايرس ښکار شوي، او 11زره204 ترې مړه شوي هم دي.

فېصل سلطان ويلي د ابادۍ 75فيصده برخې ته به ویکسين ويړيا ورکوي.

XS
SM
MD
LG