لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د احمدي لږکيو امریکايي وېبپاڼه تړي، راپور


پاکستان خپلې ټيلي کميونيکېشن ادارې ته امر کړی چې د امریکا څخه چلېدونکې وېبپاڼه چې د احمدي لږکيو د عقيدي پروپېګنډا کوي دا دې وتړل شي ځکه چې په دې وېب پاڼه د ذهب د سپکاوي د موادو خپرولو تور دی.

ای پي خبري ادارې ویلي دا خبره د وېبپاڼې يو چلوؤنکي حارث ظفر کړې چې تېره مياشت د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ لخوا هغه او د هغه امریکايي ملګري امجد محمود خان ته قانوني نوټس ترلاسه شوی او ورته ويل شوي چې د Trueislam.com په نوم وېبپاڼه وتړي.

ظفر ویلي دوی د امریکا څخه وېبپاڼه چلوي او هغه د پاکستان دغه اقدام ته د ازادي اظهار او مذهبي ازادۍ پرضد ګام ويلي دي.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د دسمبر په مياشت کې امریکې امریکې په پاکستان، سعودي عرب او چين تر څنګ په یو شمېر نورو ملکونو کې د مذهبي لږکیو دپاره حالات د تشویش وړ بللي او ویلي یې ؤ چې په دغو هېوادونو کې په منظمه توګه د مذهبي ازاديو سرغړونې کيږي.

پاکستان د امریکا د غه ارزونه د ځمکنيو حقايقو پرضد بللې وه، او وروسته امریکا ويلي پاکستان ته صداراتي استثنا ورکوي او د بندېزو څخه يې معاف کوي.

ظفر ويلي په وېبپاڼه يې ټول مواد د امريکا او په امریکا کې د فعاليتونو سره تړاؤ لري د پاکستان په اړه پکې هيڅ نشته.

ای پي ویلي د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ د ظفر او خان څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.

خبري ادارې زياته کړې ظفر چې د امریکا په اورېګن کې مېشت دی او په پاکستان کې خپلوان لري، د ايمېل د لارې يې ای پي ته ويلي چې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې ورته پاکستان ګواښ کړی او د درې اعشاريه يو ميلينه ډالرو د جرمانې خبرداری يې ورته ورکړی دی چې مقدمه به پرې درج کړي د کومې سزا چې مرګ ده.

د بشري حقونو نړيوال او په پاکستان کې ځايي تنظيمونه وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون زياتره د مذهبي لږکيو پرضد او شخصي دښمنو دپاره کارول کيږي.

د پاکستان پارلیمان په کال 1974 کې احمديان غېر مسلمه ګرځولي دي او له هغې وخت راهسې يې د مسلمانانو اکثريتي پاکستان کې مذهبي تندلاري پرله پسې په هدف کوي. د پاکستاني قانون ترمخه احمدي ځان ته مسلمان نه شي ويلی او که داسې کوي د لس کاله بند سزا به ورته ورکول کيږي.

د ای پي ترمخه ظفر او خان ته په قانوني نوټس کې ویل شوي چې دوی د پاکستان د هغه قانون سرغړونه کوم چې احمديان د دې نه منع کوي چې دوی د خپلې عقيدې تبليع نه شي کولی.

د خبري ادارې ترمخه ظفر ويلي هغه او خان په امریکا کې زېږېدلي داسې نه ده چې د پاکستان څخه تښتېدلي خو دوی په پاکستان او په نړيواله کچه د احمديانوسره لاس کوي.

په پاکستان کې او په نړيواله کچه د رای د ازادۍ دپاره کارکوونکي او د خبریالانو د تحفظ ادارې هم په پاکستان کې د فکر د اظهار په صورتحال اندېښنې څرګندوي.

فعالان وايي په پاکستان کې په مطبوعاتو او په سوشل میډیا هم قدغنونه زیات شوي او په ملک کې داسې نوي قوانین پرځای کړی شوي چې له امله د رای ازادي محددوه شوي ده.

خو پاکستاني حکومتي مامورين بيا بيا وايي چې په ملک کې په ازادي اظهار هیڅ بندېز نشته.

XS
SM
MD
LG