لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سیند هایکورټ: که د پلټنو ګډه کمېټۍ د ورکو کسانو په موندلو کې پاته راغلې ګټه یې څه ده


واشنګټن ــــ د پاکستان د سیند ایالت هایکورټ د جبري بې درکه کسانو د مقدمې د اورېدنې په مهال یو ځل بیا د پولیسو پر کارکردګۍ بې اطمیناني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که د پلټنو ګډه کمېټۍ د ورکو کسانو په موندلو کې پاته راغلې نو ګټه یې څه ده.

د سیند هایکورټ دوه کسیز بېنچ د اورېدنې په مهال وویل، له کلونو راهیسې کسان په جبري توګه بې درکه دي چې نه خو موندل شوي او نه یې په اړه څه معلومات مخې ته راغلي دي.

د بې درکه کسانو د کورنیو په وینا په دې اړه د پلټنې لپاره شاوخوا اووه کمېټۍ جوړې شوې دي خو تر اوسه د دوی د بې درکه خپلوانو په اړه څه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

سیند هایکورټ د بې درکه کسانو د کمېټۍ مشر له اسبابو سره عدالت ته ور بللی او ویلي یې دي چې که د پلټنو ګډه کمېټۍ ورک کسان نه شي موندلای نو ګټه یې نه شته. عدالت د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایف اې ته هم امر کړی چې د دغو کسانو د سفر په اړه رپوټ ورته وړاندې کړي.

د بې درکه کسانو د کورنیو لپاره کارکوونکې د بشري حقونو فعاله آمنه مسعود جنجوعه وایي، په زرګونو خلک بې درکه شوي دي:

"د یوې محتاطې اندازې له مخې اووه اته زره کسان دي چې تر دې ظلم تېر شوي‌ دي. کمېشن اورېدنې کوي خو د پلټنو نتیجې یې پټې ساتل کېږي او د حکومت دریځ یې خپل کړی دی چې له کبله یې د بې درکه کسانو کورنیو باور پرې بایللی دی".

آمنه مسعود جنجوعه په پاکستان کې د بې درکه کسانو لپاره کارکوونکی سرکاري کمېشن ناکامه وباله ځکه چې وایي د بې درکه کسانو په موندلو کې په بشپړه توګه ناکامه شوی دی.

تېره ورځ په اسلام اباد هایکورټ کې هم جسټس محسن اختر کیاني له پینځو کلونو راهیسې د بې درکه کس عمر عبدالله د موندلو په اړه مقدمې د اورېدنې په مهال وویل، اسلام اباد کوشنی ښار دی خو هره ورځ څلور پینځه کسان پکې په جبري توګه بې درکه کېږي.

جسټس کیاني وویل د عدالتونو په ګډون ټولې امنیتي ادارې په دې اړه جوابده دي، وایي څوک چې کار نه شي کولای هغوی د څوکۍ ساتلو اهل هم نه دي. جسټس کیاني وویل که یو کس ترهګر هم وي پکار دی عدالتونو ته وړاندې کړل شي او مقدمې پرې وچلول شي.

عدالت هغه پرېکړه هم وځنډوله چې پکې پر پخوانیو حکومتي مشرانو د بې درکه کسانو په موندلو کې د پاتې راتلو په تور تر اووه لکه روپیو پورې جرمانه لګول شوې وه، خو له دې سره د بې درکۍ د اسبابو په اړه د کورنیو او دفاع وزارتونو سیکرټران په مارچ کې اسلام اباد هایکورټ ته ور بلل شوي دي.

اسلام اباد هایکورټ په 2018م کال کې له پایتخته د معلوماتي ټیکنالوجۍ د بې درکه شوي کارمند ساجد محمود د بې درکۍ په مقدمه کې د دفاع وزارت پر پخواني سیکرټر جنرل (ر) ضمیرالحسن شاه، د هغه وخت د اسلام اباد پر کمشنیر ذوالفقار حیدر، د پولیسو پر مشر خالد خان خټک او نورو چارواکو یو یو لک روپۍ جرمانه لګولې وه.

په پاکستان کې په زور د خلکو د بې درکۍ معامله ډېره سنګینه ده، د دغو کسانو کورنۍ دعوې لري چې د دوی خپلوان د امنیتي ادارو له خوا په زور نیول کېږي،‌ تښتول کېږي او بیا عدالتونو ته هم نه وړاندې کېږي.

د بشري حقونو تنظیمونو په وار وار پر دې معامله ږغ را اوچت کړی او له حکومته یې د بې درکه کسانو کورنیو ته د انصاف ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

اسلام اباد هایکورټ د 2018م کال په جولای میاشت کې ویلي وو، له نامعلومو ځایونو څخه د عامو خلکو د بې درکه کولو او تښتولو په پېښو کې د لاس لرونکو کسانو په ضد د ترهګرۍ مقدمه چلول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG