لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ ته دهړکه، د ايران مشکوک ټويټراکاونټ بند


ټویټر د جمعې په ورځ ویلي، د ايران هغه ټويټر اکاونټ پوخ تړلی د کوم نه چې د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته دهړکه ورکړی شوې وه.

په ايران کې ځينې خلک ګڼي چې دغه ټویټر اکاونټ د ايران روحاني مشر (سپريم کمانډر) ايت الله خامنه ای د دفتر سره تړاو لري.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دغه مشکوک ټويټر اکاونټ څخه يو عکس خپور کړی شوی چې پکې ليدل کيږي ټرمپ د ډرون د سيوري لاندې ګولف لوبه کوي او دغه عکس ته په فارسۍ ژبه کې لیکل شوي "غچ/بدل اخستل يقیني دي".

اېسوسي اېټډ پرېس د ټويټر د ویاند له قوله ویلي، دغه اکاونټ جعلي وو او د کمپنۍ د پاليسۍ سرغړونه يې کړې ده.

وياند ویلي، دغه عکس چې خپور کړی شوی پکې د ټويټر د ناوړه چلند د پاليسۍ سرغړونه شوې ده.

په ايران کې انګېرل کیږي چې دا اکاونټ د خامنه ای د دفتر سره تړاو لري ځکه چې دغه اکاونټ هغه عکس العمل څرګندوي کوم چې په سرکاري رسنیو خپريږي او د دفتر سره تړاو لري. دا پرله پسې د هغه د وېناو څخه اقتباسونه خپروي.

د خامنه ای د انګرېزې ژبې د اکاونټ په ګډون د دفتر سره تړاو لرونکو نورو اکاونټونو څخه دغه عکس نه دی خپور شوی. عکس د روحاني مشر په وېب پاڼه اچول شوی د خامنه ای د فارسۍ ژبې د اکاونټ څخه بيا خپور کړی شوی (ريټيوټ) شوی خو بيا لرې کړی شوی دی.

د روانې مياشتې په سر کې ټوېټر او فېس بک د ټرمپ اکاونټونه بند کړي، په هغه تور لګول شوی ؤ چې دغه ټولنيزې لارې د امریکا په پلازمينه کې د بريد د پارولو دپاره کارولې وې.

فعالانو بيا داسې پوښتنې راولاړې کړې او غوښتنې يې کړې وې چې دغه ډول پالیسيانې دې بيا د نړۍ په نورو سياسي شخصيتونو هم پلي کړی شي.

تېره مياشت چې د ايران د انقلابي ځواک د وژل شوي مشر قاسم سليماني لومړی تلين نمانځل کېدو څوک چې په عراق کې د امریکا په ډرون کې وژل شوی، خامنه ای د ټرمپ نوم نه وو اخستی خو په سليماني د بريد او د هغه د وژونکي نه يې د غچ اخستو ويلي وو.

خامنه ای ویلي وو غچ به په مناسب وخت اخستل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG