لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب:طالبان تروریستي ډله ده،واک یې دهغه هیواد سره دی چرته چې کورونه لري


دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب طالبان دیوې تروریستي ډلې په نوم بللي اؤ ویلي یې دي چې دهغوئ (طالبانو) واک دهغه هیواد سره دی چې پکې کورونه لري.

دافغانستان دځانګړو ځواکونو قول اردو کې د وینا په مهال حمد الله محب ویلي طالبان دسولې مذاکراتو کې خپلواکه نه دي اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوي ته یې هم دا خبره کړې ده چې دوئ دخپل واک خاوندان نه دي.

هغه زیاته کړې چې افغان دولت دطالبانو په زرګونو بندیان له بنده خوشې کړل خو برعکس طالبانو تاؤ تریخوالی زیات کړو،په افغان ځواکونو اؤ ملکي تاسیساتو یې بریدونه چټک کړل چې دا ښایي دوئ سوله اؤ امن نه غواړي.

هغه وویل افغان دولت د طالبانو د سولې غږ اوریدو ته چمتو دی اؤ که هغوئ سوله وغواړي حکومت په نیک نیت لاس ور وړاندې کوي خو که چرې هغوئ د جګړې لار انتخابوي نو افغان ځواکونه هم بیا چمتو دي چې دخپل هیواد څخه دفاع وکړي.

دوه اوونۍ وړاندې هم ننګرهار ته دخپل سفر په مهال د ملي اردو ځواکونو ته پخپله وینا کې ښاغلي حمدالله محب دپاکستان استخباراتي ادارې ته په اشارې سره ویلي وؤ چې یوه استخباراتي اداره خپل هدف ته د رسیدو دپاره طالب جنګیالي جګړو ته تشویقوي اؤ خپل کور ورباندې ورانوي.

هغه په طالب جنګیالو غږ کړی ؤ چې باید دهغه چا دپاره ونه جنګیږي چې پخپله په کوټه،کراچۍ،، پېښور اؤ اسلام اباد کې په ارامه فضاء کې ژوند کوي اؤ دوئ یې دجنګ میدان ته ورخوشې کړي دي.

دافغانستان دملي امنیت صلاح کار ښاغلی حمدالله محب زیاتره مهال پخپلو ویناګانو کې پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي که اسلام اباد نه طالبانو سره مرستې ونه شي نو طالبان یوه اوونۍ هم دجګړې کولو توان نه لري.

خو پاکستان دافغانستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان کې دسولې دپاره یې دطالبانو امریکه سره خبرو ته کښېنولو کې کومک کړی دی.

دهغه ددې تازه څرګندؤنو په هکله لا تر اوسه طالب مشرانو خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم د دوحې بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ نه کیدو یو علت د افغان دولتي مشرانو لانجمنې خبرې هم یادې کړې وې.

طالب مشران وایي هغوئ یوازې دخپل هیواد د سرلوړۍ دپاره جنګیږي خو دپاکستان پوځي اؤ استخباراتي مشرانو څو کرته دعوې کړي چې دطالبانو تحریک هغوئ افغانستان کې دخپلو ګټو دپاره راپورته کړی ؤ .

پاکستاني چارواکي وایي اوس یې په طالبانو لاس بر نه دی اؤ هغوئ دخپلې تګلارې اؤ ګټو په اساس جګړې کوي خو څېړونکي وایي چې اوس هم داسلام اباد اؤ طالبانو نزدیکت یو داسې حقیقت دی چې انکار ترې نه شي کیدای

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG