لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په امریکا کې یوه ډله سناتورانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د بایډن د ادارې له چارواکو سره د ولسمشر بایډن لخوا له کورونا ځپلو سره د ۱.۹ ټریلینه ډالرو د مرستې د وړاندیز په اړه خبرې کړي.

دوی هیله څرګنده کړې چې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر مواخذې مخکې به دا مرستې تصویب شي.

د ډیموکرېټس او رېپلېکنز دواړو ګوندونو وکیلانو دا منلې ده چې اوسني وخت کې لومړیتوب دا دی چې د کورونا واکسین ورکول او ټېسټونه تېز شي.

د ریپلېکنز ځینو وکیلانو ددغو میاشتنیو مرستو لویه اندازه وروسته له هاغې تر پوښتنو لاندې راوسته کله چې کانګرس یواځې ۹۰۰ بلینه تصویب کړه.‌

دغه اندازه مرسته هغه وخت مخې ته راغله چې هر امریکايي ته د نغدي مرستو د لېږلو اندازې باندې ټولو موافقه و نه کړه چې په پایله کې هر امریکايي ته د هغه عاید ته په کتلو سره ۶۰۰ ډالره واستول شول.‌

د مرستو په دې تازه بهیر کې هر امریکايي ته د ۱۴۰۰ ډالرو د ورکړې وړاندیز شوی او د اتوار د ورځې په خبرو کې ټینګار وشو چې یواځې هغو خلکو ته به استول کېږي چې مرستو ته اړتیا لري.‌

بایډن خپله ولسمشري د کورونا وبا له لومړیتوب سره پیل کړې ده.

تر اوسه پورې نېږدې ۴۲۰۰۰۰ کسان په امریکا کې له کورونا څخه مړه او له ۲۵ میلیونو څخه زیات نور پرې اخته شوي دي.

ټاکل شوې ده چې سنېټ به د ولسمشر ټرمپ د مواخذې بهیر د فیبروۍ د اتمې نېټې څخه پیل کړي.

امریکا بل پلو هڅه کوي په هېواد کې د کورونا وایرس د بېلا بېلو ډولونو د لا خپرېدو مخه ونیسي.‌

په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشرې ډاکټرې روشیل ویلینسکي ویلي، پلان دا دی چې "د کورونا ددې ډولونو اغېز په واکسین او زمونږ په درملو باندې وڅارل شي."

دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي دي چې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې،‌ په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر نېږدې سلو میلیونو ته رسېږي او تر دوه میلینو زیات خلک مړه شوي دي.

د کورونا وایرس د نویو ډولونو په اړه ویل کېږي چې په چټکۍ سره خپرېږي او ښايي زیات مرګوني هم وي د واکسینونو مسله د روغتیايي چارواکو لپاره ډېره ارزښتناکه کړې.

برتانوي چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې که څه هم د کورونا برتانوی ډول ښايي زیات مرګونی وي، خو داسې باور دی چې موجوده واکسینونه پرې اغیز لري خو ساینس پوهان وايي،‌ چې په جنوبي افریقا کې د وایرس تر ټولو زیات خطرناک ډول ښايي د واکسین اغیز کم کړي.

بل پلوه د نړۍ د مشرانو په ډله کې د مکسیکو ولسمشر وروستی مشر دی چې په کورونا د اخته کېدو خبر ورکوي.

۶۷ کلن انډرېس مانوېل لوپېز اوبرېډر په ټوېټر لیکلي چې په کورونا باندې اخته شوی دی، د ناروغۍ نښې خفیفې دي او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

په مکسیکو کې تر ۱.۷ میلیونو زیات کسان په کورونا باندې اخته او تر ۱۴۹۰۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌

په هند کې تر ۱۰.۶ میلیونو زیات کسان اخته او تر ۱۵۳۰۰۰ زیات مړه شوي دي او برازیل کې نېږدې نهه میلیونه کسان په کورونا اخته او تر ۲۱۷۰۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌

په چین کې د اتوار په ورځ د کورونا د ۱۲۴ پېښو خبر ورکړل شوی او د خالي په ورځ یې یواځې د ۸۰ پېښو خبر ورکړ وو.

استرالیا هم د فایزر بایوټېک کمپنۍ واکسین تصویب کړی او لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي،‌ چې دوی تمه لري د واکسین ورکولو بهیر به د فیبرورۍ په ورستیو کې پیل کړي.

د نیوزېلېنډ چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی د نومبر له نیمايي راهیسې د کورونا د لومړنۍ کورنۍ پېښې په اړه پلټنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG