لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا وایرس نور 58 تنه مړه کړي


په پاکستان کې په تیرو 24 ساعتونو کې کرونا وایرس نور 58 تنه مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 11376 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تير شوا رو کې په نورو 1873کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې پينځه لکه 35زره 914 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي او سرکاري شمېرې ښايي په دغو کسانو کې څلور لکه 90زره 126 کسان ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې کرونا وايرس تر ټولو زيات په سيند صوبه کې خلکو ته ورپورې شوي چې شمېره يې دوه لکه 42زره 54 ده، په دوهم نمبر پنجاب صوبه ده چې په يو لک 54زره717 ته کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې 65زره 740 کسان په کرونا اخته شوي او په اسلام اباد کې په 40زره 829 کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی دی، په بلوچستان کې د کرونا وهونکو شمېره 18زره 754 ته رسېدلې ده.

خو په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه زيات مړي هم په پنجاب صوبه کې شوي چې شمېره يې 4608 ده، په سيند کې د کرونا څخه 3900 کسان، په خېبرپښتونخوا کې 1848، په اسلام اباد کې 468 او بلوچستان کې 268 کسان مړه شوي دي.

د پاکستاني شمېرو ترمخه د کرونا څخه په ازاد جمو و کشمیر کې 318 او ګلګت بلتستان کې 25 کسان مړه شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې 21 لکه 41 زره 228 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG