واشنګټن ــــ د امریکې د استازو اېوان غړو پرون د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذه کېدو په اړه منظوره شوې سېنټ ته مسوده وړاندې کړه او ټاکل شوې چې د سېنټ غړي به نن د هغه د دویم ځل مواخذه کېدو اقدام په رسمي توګه پیل کړي.
جوبایډن د صدر په توګه په لومړي ځل د ټرمپ د مواخذه کېدو په اړه پرون ویلي، چې "دا کار باید وشي". بایډن له سي این این سره په مرکه کې وویل، "که دا کار [د ټرمپ مواخذه] ونه شي دا به بده اغېزه ولري".
د استازو اېوان ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر شپږمه په کانګرس ودانۍ د ریپبلکن ګوند د سلګونو پلویانو د برید په تور تورن کړی وو او د هغه د مواخذه کېدو منظوري یې ورکړې وه، خو د سېنټ په غونډه کې پر هغه د دې تور د لګېدو یا سپینېدو کاروایي به د فرورۍ پر اتمه پیلېږي.
پخواني ولسمشر ټرمپ د ځان د دفاع لپاره دوه وکیلان ټاکلي چې هغوی د خپلو دلایلو لپاره دوې اوونۍ وخت لري. بچ بوورز او ډیبورا باربیر چې په کولمبیا او ساوت کېرولاینا کې خپله قانوني اداره هم چلوي، دواړه به په سېنټ کې د صدر ټرمپ په حق کې دلیل وړاندې کوي.
د ټرمپ د مواخذې لپاره د واکمن ډیموکرېټ ګوند او ریپبلکن ګوند د سېنټ غړي پر دې همږغي شوي چې د دې کار لپاره څه موده تیاري وشي.
د امریکې په سېنټ کې به د پخواني صدر د مواخذه کېدو بهیر په داسې وخت کې پیلېږي چې په سېنټ کې د ولسمشر جوبایډن د کابینې د غړو د منظورۍ چارې هم روانې دي.
د سېنټ تر ټولو مشر یا سینېر غړي د ډیموکرېټ ګوند پېټرک لیهي د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې د مواخذې چارې به د ده په مشرۍ تر سره کېږي. ښاغلي پېټرک خبریالانو ته وویل، دی باور ورکوي چې بې طرفه به وي او له ټاکلې تګلارې سره سم به په غونډه کې د مواخذې بهیر پر مخ بیایي.
د امریکې له آیین سره سم د سپریم کورټ مشر قاضي د صدر د مواخذې د چارو مشري کوي، خو دا چې ډانلډ ټرمپ اوس ولسمشر نه دی ځکه نو د چارواکو په وینا چیف جسټس جان رابرټ د مواخذې د بهیر مشري نه شي کولای.
د ریپبلکن ګوند یو سنېټر جان کورنین د مواخذې پر انتظاماتو او کاروایي نیوکه کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي چې یو سنېټر څنګه د قاضي په توګه د مواخذې د بهیر مشري کولای شي، خو اتیا کلن پېټرک لیهي ویلي، په بې طرفۍ سره د دې کار د تر سره کولو لپاره له آیین او قانون سره سم ځانګړی سوګند کوي.
د پخواني صدر ټرمپ د مواخذې د منظورۍ لپاره په سېنټ کې په درو کې دوې برخې اکثریت ته اړتیا ده. د 100 غړو په سېنټ کې دا مهال د واکمن ډیموکرېټ او ریپبلکن ګوند دواړو غړي برابر 50، 50 دي.
د ریپبلکن ګوند 17 سنېټران داسې دي چې د ټرمپ په ضد د رایې ورکولو اراده لري، خو ځینو ریپبلکن سنېټرانو له دې کبله د ټرمپ د مواخذې پر پیلېدو پوښتنې را اوچتې کړې چې وایي هغه اوس د صدر په توګه پاتې نه دی.
د یادونې وړ ده دا دویم ځل دی چې ډانلډ ټرمپ به مواخذه کېږي او داسې د امریکې په تاریخ کې بل وخت نه دي شوي خو تر ده وړاندې هم درې نور ولسمشران یو ځل مواخذه شوي دي.
په 2019م کال کې هم نوموړی د استازو جرګې له خوا په دې تور مواخذه شوی وو، چې وایي هغه له خپل واکه غیرقانوني ګټه اخیستې وه او د یوکراین صدر ته یې په ټلیفون ویلي وو، امريکا به ورته تر هغې قریباً 400 ميلينه ډالر پوځي مرسته ور نه کړي چې د ده د سياسي مخالف جوباېډن د زوی پلټنې یې نه وي کړې.