لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملایشیا د عدالت تر امر وروسته د پي ای اې ایساره الوتکه بیرته پاکستان ته وسپارل شوه


واشنګټن ــــ د ملایشیا یوه عدالت وروسته له هغه چې د پي ای اې او پېریګرین کمپنۍ تر منځ د پیسو پر سر شخړه حل شوه امر وکړ چې د پاکستان د هوایي کمپنۍ الوتکه دې بیرته پي ای اې ته وسپارل شي.

د ملایشیا چارواکو د پي ای اې بوینګ 777 مسافروړونکې الوتکه د جنورۍ پر 15مه هغه وخت د عدالت په امر د کوالالمپور پر نړیوال هوایي ډګر پاکستان ته له ستنېدو وګرځوله چې له پېریګرین کمپنۍ سره یې د 14 میلینه ډالرو پر سر شخړه را برسېره شوه.

رایټرز خبري ایجنسۍ د پي ای اې د یوه وکیل په حواله ویلي، د شورو- چارشنبې په ورځ د پایتخت کوالالمپور هایکورټ امر کړی چې د پي ای اې ګرځول شوې الوتکه دې سمدستي پرېښوول شي. د پي ای اې قانوني سلاکار کوان ویلسین وايي:

"پېریګرین منلې ده چې د پاکستان انټرنېشنل اېرلاینز کارپورېشن (پي ای اې سي) په خلاف به خپله مقدمه بیرته اخلي او د بندیز احکامات به معطله کوي".

د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ دا خبره تایید کړې او وایي د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ د شخړې تر حل کېدو وروسته الوتکه بیرته پاکستان ته سپارل شوې ده.

ښاغلی حفیظ وایي د پي ای اې الوتکه لا تر اوسه په ملایشیا کې ده چې وایي عمله به یې له پاکستانه ور لېږل کېږي او تمه ده چې په دوو ورځو کې بیرته پاکستان ته ستنه شي.

د پي ای اې ویاند وایي الوتکه به یې له کوالالمپور څخه مسافر پاکستان ته وړي. د یادونې وړ ده چې دوې اوونۍ وړاندې دې الوتکې ته مسافر د ور ختلو په حال کې وو چې د ملایشیا چارواکو ګرځولې وه.

عبدالله حفیظ وایي پي ای اې په ملایشیا کې د ګرځول شوې الوتکې په بدل کې پېریګرین کمپنۍ ته اووه میلینه ډالره ورکړې دي، خو دا یې ونه ویل چې پاته اووه میلینه ډالره به کله ورکوي.

د پي ای اې او پېریګرین شخړه:

د پاکستان انټرنېشنل اېرلاینز ویاند وایي د پي ای اې او پېریګرین کمپنۍ تر منځ د پیسو د ادا کېدو پر سر شخړه وه چې په اړه یې شپږ میاشتې مخکې د برتانیې په عدالت کې مقدمه درج شوې وه. پي ای اې دوولس کاله مخکې له دې کمپنۍ الوتکه په لیز (اجاره) اخیستې وه، چې وروسته یې د دواړو تر منځ د پیسو د ورکړې پر سر شخړه راغلې وه.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د پاکستان پي ای اې کمپنۍ په اجاره (لیز) د الوتکو د ورکولو تر ټولې لویې کمپنۍ اېرکېپ څخه دوې جیټ الوتکې په 2015م کال کې په لیز اخیستې وې، چې بیا په 2018م کال کې اېرکېپ پر پېریګرین کمپنۍ خرڅې کړې وې.

پي ای اې پېریګرین کمپنۍ ته د کرایې فیس له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ځنډولی وو، چې له کبله یې کمپنۍ دې کمپنۍ د برتانیې په عدالت کې مقدمه درج کړې وه. پي ای اې وایي دوی د جهاز کرایه پرې کړې وه خو وایي یواځې د الوتکو د مرمت د فیس ادا کولو پر سر یې له کمپنۍ سره شخړه روانه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG