لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل موټرز ویلي، د پټرولي او ډیزلي موټرو خرڅلاو به په ۲۰۳۵ کال کې ودروي


د جنرال موټر کمپنۍ یو مشر مارک رویس
د جنرال موټر کمپنۍ یو مشر مارک رویس

واشنګټن – د امریکا سترې موټر جوړونکې کمپنۍ جنرل موټرز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د خپل ټاکلي هدف له مخې، خپلې ټولې نوې وړې او غټې پټرولي او ډیزلي موټرې تر ۲۰۳۵ کاله پورې وپلوري.‌

جنرل موټرز (جي ام) دا هم ویلي، چې دوی پلان لري چې تر ۲۰۴۰ کاله پورې خپل ټولې موټرې له کاربن څخه پاکې کړي.

دغه اعلان د ولسمشر جوبایډن د کار له پېلېدو څخه یوه اونۍ وروسته وشو او وویل، چې دوی به هڅه وکړي په هېواد کې د برقي موټرو خرڅلاو زیات کړي.‌

جي ام تېر کال په امریکا کې ۲.۵۵ میلیونه موټرې پلورلي چې یواځې ۲۰۰۰۰ یې برقي وې.

جي ام په نومبر کې ویلي وو چې دوی به په برقي موټرو باندې ۲۷ بیلینه ډالره ولګوي په داسې حال کې چې له کورونا څخه دمخه یې په دې برخه کې د ۲۰ بیلیونو ډالرو د پانګونې خبر ورکړی وو.

د جي ام کمپنۍ لخوا د همدې خبر له امله د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ددې کمپنۍ د سټاک ارزښت هم د ونډو په بازار څه باندې اوه فیصده پورته شوی وو.

په تېره سپټمبر میاشت کې د کالیفورنیا والي ګوېن نیوسم ویلي وو چې دغه ایالت پلان لري چې په ۲۰۳۵ کال کې د ټولو پټرولي موټرو او ټرکونو خرڅول بند کړي.‌

د ماسېچوسیت په ګډون ګڼو نورو ایالتونو هم ورته پلانونه په ډاګه کړي.‌

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د امریکا د حکومت شاخوا شپږ نیم لکه(650000) موټرې به په برقي موټرو باندې بدلې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG