لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنټګان طالبانو ته د تاوتریخوالي د کمولو په ژمنو کې د ناکامۍ له امله خبرداری ورکړی


واشنګټن – پنټګان وايي، د بایډن اداره په دې باور ده چې له طالبانو سره په شوي تړون مخکې تګ به ستونزمن وي مګر دا چې دغه ډله د ۲۰۲۰ کال د تړون په ژمنو عمل وکړي، که څه هم واشنګټن دې هڅې ته ژمن دی.

د بشري حقونو کمیسیون ویلي، تېر کال په افغانستان تر ۲۹۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې د خبرو په ګډون د جګړې د درېدو لپاره ډپلوماټیکې هلې ځلې زیاتې شوې دي.

دغه مرګونه په هېواد کې د تاوتریخوالي د درېدو یوه برخه ده چې د سولې بهیر ګواښي او د اوربند لپاره د نړیوالو غوښتنې بې ثمره کوي.

دا په داسې حال کې چې افغان حکومت له وسوالو طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي دي.‌

د پنټګان ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "بې له دې چې هغوی پر خپلو ژمنو عمل وکړي تر څو ترهګري پرېږدي، او په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ودروي، نو دا ډېره سخته ده چې د شوي تړون د ساتلو لپاره ځانګړې لاره ولیدل شي خو مونږ اوس هم هغه ته ژمن یو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې د تړون له مخې، باید د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې وسلوال طالبان خپل امنیتي ضمانتونه پرځای کوي.

امریکايي چارواکو او ډپلوماټانو ویلي، د طالبانو په ځانګړې ټوګه د حقاني شبکې او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نېږدې پاتې دي.

کربي زیاته کړه، "تر اوسه پورې داسې نه شکاري چې طالبانو دې په سمه توګه پر خپلو ژمنو عمل کړی وي."

امریکا ددې میاشتې په سر کې د تېر ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی چې دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د دېره امریکايي سرتېرو تر ټولو کم شمېر دی.

کربي دا هم وویل، چې د ولسمشر جوبایډن د ادارې لخوا په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د راتلونکي شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

ډپلوماټانو اندېښنې څرګندې کړي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا هغه باور او ډاډ زیانمنوي چې د سولې د بریالیو خبرو لپاره اړین وي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان تېره اونۍ خپل افغان سیال ته وویل، چې امریکا به له طالبانو سره شوي تړون ته بیا کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG