لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمل ولي سره دامریکې دسرپرست قونصل جنرال لیدنه،په افغان سوله یې ورسره خبرې کړي


په پېښور کې دامریکې سرپرست قونصل جنرال سره لیدنه کې دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښټونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان ویلي افغانستان کې دسولې خبرې دبریالیتوب درشل ته ننویستل دامریکا دنوې انتظامیې دپاره یو ستر چیلنج دی.

هغه ویلي افغانستان کې د سولې تړون یوازې دافغانستان نه بلکې دټولې سیمې دپاره دامن ضمانت ثابتیدی شي اؤ هېله ده چې دامریکا نوی صدر جوبائیډن اؤ دهغه انتظامیه به دسولې دپروسې کامیابولو دپاره روانې هڅې نورې هم چټک کړي.

دعوامي نیشنل ګوند د بیان له مخې ایمل ولي خان هېله ښکاره کړې ده چې صدر جوبائيډن اؤ دهغه انتظامیه به دجمهوري قوتونو سره همکاري لاپسې وغځوي.

په دې لیدنه کې دجمهوري لارې په واک سپارنه ایمل ولي خان دامریکایي صدر جوبائیډن،دهغه انتظامیې اؤ ټول امریکایي ولس ته مبارکي ویلې اؤ سرپرست قونصل جنرال ته یې د خان عبدالولي خان لیکلی کتاب “رښتیا،ریښتیا دي” هم د سوغات په ډول وړاندې کړی

دا په داسې حال کې ده چې دجوبائیډن په انتظامیه کې دبهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن تیره ورځ دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره ټيلي فوني خبرو کې ویلي امریکا طالبانو سره تیرکال دفرورۍ په میاشت کې ترسره شوي دسولې تړون ته بیا دسره کتنه کوي.

امریکا وایي طالبانو د امریکا سره دسولې شوي تړون کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ دالقاعده نه یې هم ځان نه دی جلا کړی خو د جمعې په ورځ دطالبانو د قطر دسیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي دامریکایي چارواکو دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې نه خو اوس په افغانستان کې القاعده شته اؤ نه دطالبانو لیکو کې بهرني وسله وال شتون لري.

هغه ویلي طالبانو چې دسولې تړون کې کومې ژمنې کړي په هغې ولاړ دي اؤ دسولې پروسې دپاره امریکایي استازی زلمي خلیلزاد اؤ دهغه ټیم سره خبرو اترو کې هیڅ ستونزه نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG