لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په عراق کې د داعش مهم کمانډر وژل شوی


د عراق وزيراعظم ویلي، امنيتي ځواکونو يې د داعش يو مهم کمانډر وژلی دی. په بغداد کې يوه اوونۍ وړاندې دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو.

داعش د 21م جنورۍ د بغداد د بريد زمه واري منلې وه چې لږ تر لږه 32 کسان پکې وژل شوي او 100 نه زيات پکې ژوبل شوي وو.

د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي د زيارت/پنجشنبې په ورځ ويلي، د استخباراتو په مشرۍ يې د عراق په شمال کې عمليات کړي او د داعش مرستيال مشر 39 کلن ابو ياسر العيساوي يې وژلی دی.

په بغداد کې د بريد وروسته د عراق په استخباراتو پوښتنې راولاړې شوې او فشار سېوا شوی ؤ چې په درې کاله کې تندلارې ډلې لومړی بريد کړی دی.

د عراق وزيراعظم ويلي، د د اعش ترهګر به نه پريږدي او کلک ځواب به ورته ورکوي.

العيساوي د کرکوک ښار په لويديځ کې وژل شوی دی چرته چې ويل کيږي د داعش تندلاري اوس هم شتون لري.

ويل شوي د عراق د ترهګرۍ ضد ځواک د استخباراتي ادارې په مرسته دغه عمليات کړي دي. د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي د داعش کمانډر العيساوي په نښته کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG