لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوات کې شپږ کلنه ماشومه په سوره کې ورکړی شوې


د خېبرپښتونخوا په سوات کې يوه شپږ کلنه ماشومه د روغې په سوره کې ورکړی شوې خو پوليس وايي د سورې د جرګې پرضد يې مقدمه درج کړې او 16 تنه يې پکې نيولي دي.

د سوات د خوازه خېلې پوليس تاڼې انسپکټر الطاف حسېن خان چې د سورې د دغه پېښې پلټنې کوي، وايي د شپږ کلنې ماشومې په سوره کې د ورکولو دپاره جرګه شوې خو پولیس پرې په وخت خبر شوي د جرګه کوونکو پرضد يې مقدمه درج کړې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دغه ماشومه د دوه کورنيو ترمنځ د بلې جينۍ د واده څخه د انکار د شخړې د هواري په سر په سوره کې د ورکولو دپاره جرګه او پرېکړه شوې.

هغه زياته کړه پوليس په پېښه خبر شوي او د جرګې د 17 کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې پکې 16 نيول شوي هم دي. هغه وويل په نيول شوؤ کې د جرګې غړي او د هلک پلار شامل دی.

پوليس وايي چې د جينۍ د پلار نيولو دپاره لټون روان دی، او په سوره کې ورکړی شوې ماشومه په ضمانت د کورنۍ غړو ته ورکړی شوې ده.

د سوات د ښځو د جرګې مشره تبسم عدنان وايي، د وړاندې په پرتله په سوره کې د ورکولو پېښې راکمې شوي خو اوس هم په لرې پرتو کې داسې پېښې مخې ته راځي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل اوس دا پېښې رپورټ کٍيږي کومه چې ښه خبره ده او پولیس يې پرضد ګامونه پورته کوي.

تبسم عدنان وويل په سوره کې د ورکړل شوؤ جينکو ژوند د کړاونو ډک وي، دوی ته په کور کې د ښځې يا ورندار په صفت نه کتل کيږي په سپک نظر ورته د نوکرې په سترګه کتل کيږي.

د بشري حقونو فعال وايي که څه هم دغه ناوړه چلند کم شوی خو بيا هم د دې د مخنيوي دپاره په هره کچه کلک ګامونه پورته کېدل پکار دي، په دغه لړ کې بايد قانون په عمل کې راوستل شي خلکو ته دې پکې سزاګانې ورکړی شي چې د دې کار مخنيوي وشي.

فعال وايي بايد سياسي خلک او په ټولنه کې مخورپوهه خلک په دې کار وکړي او د جينکو ژوند د دې ناوړه عمل څخه وژغوري.

د بشري حقونو دپاره کار کوونکي، قانون پوهان او ديني عالمان هم د دې مخالفت کوي چې په کم عمرۍ کې د واده اجازه نه خو د پاکستان قانون ورکوي او نه بيا شريعت د دې اجازه ورکوي.

د پاکستان د ډېموګرېفک هيلتهـ سروی په نوم اداره وايي په کال 2017/ 18 کې په ټول ملک کې 18 فيصده، په خېبرپښتونخوا کې 28 او قبايلي ضلعو کې د 35 فيصده جينکو ودونه د 18 کالونه په کم عمر کې کيږي.

د ادارې په نظر پوښتنه کې ويل شوي په خېبرپښتونخوا کې پينځه اعشاريه پينځه او په قبايلي ضلعو کې اووه اعشاريه پينځه فيصده ودونه داسې کيږي چې د جينکو عمر د 15 کالو نه کم وي.

XS
SM
MD
LG