لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دمرکزي زندان مخې ته د وسله والو ډزو کې پولیس انسپکټر وژل شوی،یو عسکر ژوبل


پېښور کې د ترهګرۍ ضد محکمې په پولیسو دوسله والو برید کې یو لوړپوړی افسر یا انسپکټر وژل شوی اؤیو بل عسکر ژوبل شوی دی.

دپېښور دشرقۍ تاڼې پولیس تاڼې محرر بختور خان د اتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د خالي د ورځې په ماذیګر دپېښور دمرکزي زندان مخې ته رامخته شوې ده.

هغه وویل پولیسو د زندان نه راخلاص شوی هغه بندي پخپل حفاظت کې په ګاډي کې بوتللو چې د یو تن په وژنه تورن ؤ اؤ محکمې یې په ضمانت دخوشې کولو امر کړی ؤ.

هغه وایي دغه راخلاص شوي بندي پولیسو ته خواست کړی ؤ چې دهغه ژوند ته ګواښ پېښ دی ځکه نو پولیس یې باید پخپل حفاظت کې کور ته ورسوي.

محرر بختور خان وایي کله چې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دغه راخلاص شوی بندي د زندان نه د راخلاصیدو په مهال پخپل ګاډي کې کښېنولو نو وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې دخوشدل خان په نوم یو انسپکټر اؤ دافتخار په نوم دهغه ساتونکی وژل شوي دي.

د ډزو وروسته وال دپېښې د ځائ نه تښتېدلي اؤ‌ پولیس وایي چې دهغوئ په ضد یې ایف ایي ار درج کړی اؤ دنیولو دپاره یې هڅې روانې دي.

دپولیسو دغه مشر وویل چې دا پېښه ترهګرۍ پسې څه تړاؤ نه لري اؤ د شخصي دښمنۍ په ټس کې په شوؤ ډزو کې دپولیسو انسپکټر اؤ‌ عسکر وژل شوي.

دپېښور مرکزي زندان دصوبایي اسمبلۍ، هائیکورټ،دپولیسو دمرکز یا پولیس لائن ،دګورنر دماڼۍ اؤ سول سیکرټریټ په څېر دحساسو ودانیو ترڅنګ موقعیت لري اؤ دغلته هر وخت دپولیسو ځواکونه اؤ دایجنسیو مامورین چمتو ولاړ وي.

څېړونکي په داسې حساسه سیمه کې د ډزو دپېښې نه وروسته د وسله والو په تېښته پوښتنې راولاړوي خو دشرقۍ پولیس تاڼې دمحرر وینا ده چې په ډزو کې ککړ کسان به ډیر زر ونیول شي.

تر دې دمخه هم پېښور کې په بیلابیلو وختونو کې په پولیسو بمي چاودنو اؤ وسله والو بریدونو کې ګڼ شمیر پولیس چارواکي اؤ عسکر وژل شوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG