لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرویز خټک:که ورانی شورو کړم دعمران خان حکومت به یوه ورځ هم دوام ونکړي


دعمران خان په حکومت کې ددفاع وزیر ښاغلی پرویز خټک وايي که هغه ورانی پیل کړو نو دعمران خان حکومت به یوه ورځ هم دوام ونکړي خو وایي دعمران خان پرې ډير احسانات دي ځکه دهغه سره مخلص دی.

نوښار کې یوې جلسې ته پخپله وینا کې هغه ویلي چې کله یې هم چا ملګرتیا کړې نو هغه یې اسمان ته رسولی خو دچا نه چې یې لاس اخستي هغه صفر شوي دي.

پرویز خټک وایي اپوزیشن اؤ داسمبلۍ غړي دهغه یو شان عزت کوي ځکه چې دی هغوئ سمبالوي .اؤ دا دده محنت دی چې نن دټول پاکستان مقابله کوي.

دپرویز خټک په دې بیان لا په سمدستي توګه وزیراعظم عمران خان یا دهغه دحکومت نورو غړو خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په ټولنیزو رسنیو دهغه د تقریر دا ویډيو په سوؤنو فعالینو خوره کړې ده .

پاکستاني رسنیو هم ددفاع د وزیر په دې وینا تاوده بحثونه پیل کړي خو ښاغلي خټک ددې ویډیو له خپریدو لږه شیبه وروسته پخپله ټوئټر پاڼه یو دسپیناوي بیان کې ویلي چې هغه دخپلې سیمې خلکو ته دا ویلي چې دعمران خان پرې ډير احسانات دي اؤ هغه د عمران خان سره مخلص دی.

هغه ویلي پخپلو هڅو اؤ دعمران خان په ملاتړ یې خپلې حلقې څخه کامیابي موندلې اؤ ضمني ټاکنو کې به دخپل کاندید په پلوۍ ټولو اپوزیشن ګوندونو ته ماتې ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو زیاترو وختونو کې د پرویز خټک دجذباټي تقریرونو ویډیوګانې مخې ته راځي چې یو وارې هغه په دغسې یوه ویډیو کې خپل سیاسي مخالف ته ښکاره کنځاوې کړې وې.

هم دا شان تیره اوونۍ چې پېښور کې کله دبي ار‌ټي بس پروژې په اړوند یو خبریال دپرویز خټک څخه پوښتنه کړې وه چې ددغه پروژې نه ترلاسه شوي کمیشن کې یې څومره برخه رسېدلې ده نو پرویز خټک په دغه پوښتنه قاریدلی ؤ اؤ خبریال ته یې ویلي وؤ” کمیشن تا اخستی اؤ‌ دلته دداسې سوال دپاره رالیږل شوی یې”

همدا شان تیرکال هغه پخپله یوه وینا کې د عمران خان نزدې ملګری اؤ د واکمن ګوند تحریک انصاف نومیالی مشر جهانګیر ترین په غبن تورن کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هغه غبن وکړو نو دهیواد څخه وتښتیدو خو وروسته بیا پرویز خټک دخپل سپیناوي په بیان کې ویلي وؤ چې ژبه یې خوئیدلې وه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG