لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ميانمار پوځ انګ سان سوچي او نور مشران نيولي، ملک يې په خپل لاس کې اخستی


د ميانمار پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي، د بېړنیو حالاتو لاندې يې د ملک واګې سمبال کړي دي. دغه اعلان د واکمنه ګوند نيشنل ليګ فار ډېموکرېسي د مشرې انګ سان سوچي او نورو د نیولو څو ساعته وروسته شوی دی.

د واکمنه ګوند وياند ويلي انګ سان سوچي او صدر وين مېنت د ګل په سهار وختي نيول شوي دي.

د ګوند وياند ميو نېټ ويلي، هغه په خپلو پلويانو غږ کړی چې په سختۍ سره غبرګون نه وايي د قانون ترمخه ګام پورته کړي.

هغه ویلي د برما پوځ مهم مشران نيولي دي او اوس دوی ویلی شي چې دا پوځي کودتا ده.

سپينې ماڼۍ په دغو رپورټونو اندېښنه څرګنده کړې چې د برما پوځ جمهوري منتقلۍ ته د زيان رسولو دپاره ګامونه پورته کړي دي، امرېکې په پوځ او ټولو خواو غږ کړی چې په جمهوري اقدارو او قانون عمل وکړي او نيول شوي کسان خوشي کړي.

امریکې ویلي، په ميانمار کې د وروستيو انتخاباتو د نتيجو بدلولو او جمهوري لارې د حکومت د انتقال په لاره کې د خنډانو جوړوونکو مخالفت کوي او که چرته دغو اقداماتو کووونکو خپل ګامونه بيرته وانه خسته نو امریکا به يې د زمه وارو پرضد ګامونه پورته کړي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتونی بلينکن ويلي، امريکا د برما د ولس سره د دوی د جمهوریت، ازادۍ، سولې او پرمختيا د خواهشاتو ترڅنګ ولاړه ده او په پوځ يې غږ کړی چې سمدستي خپل ګام بيرته واخلي.

راپورونه وايي د ميانمار په پلازمينه نېپېډاؤ کې ځای په ځای پوځ ګرځي ګزمې کوي، ټيليفون او ټيلي ويژن بند کړی شوي او ويل کيږي د کاروباري ينګون ښار سره اړيکې قطع کړی شوي دي.

د ميانمار پوځ ویلي، په انتخاباتو کې د درغلۍ له امله يې د سياسي مشرتابه نظربند کولو پرېکړه کړې ده او په ملک کې به د يو کال پورې بېړني حالت په ځای وي.

پوځ ويلي په دغه موده کې به ټول واک د پوځ د مشر من انګ لينګ سره وي.

په ميانمار کې دا تازه پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د نېشل ليګ فار ډیموکرېسي ګوند د نومبر د انتخاباتو د ګټې وروسته دا تاؤ تريخوالی جوړ شوی ؤ، د ميانمار پوځ دعوه کړې ده چې په انتخاباتو کې درغلي شوې خو دغه تورونه د ملک الېکشن کمېشن رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG