لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د تښتول شوي امریکايي کورنۍ له بایډن څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې


واشنګټن – په داسې حال کې چې د بایډن اداره په دې غور کوي چې په راتلونکو میاشتو کې له افغانستان څخه خپل پاتې سرتیري وباسي، په دغه هېواد کې د تښتول شوي امریکايي قراردادي د برخلیک په اړه ویره څرګندېږي چې ویل کېږي طالبانو پورې تړلې ترهګرې ډلې به له ځانه سره بیولی وي.

د مارک فریریچ د تښتول کېدو څخه کال پوره شو او د کورنۍ غړو او ملاتړو یې د بایډن له ادارې څخه غوښتي دي چې تر هغو دې له افغانستان څخه نور سرتیري نه باسي تر څو د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخوانی سرتیری او اوسنی قراردادي له برمته کونکو څخه ازاد شوی نه وي.‌

فریریچ له نن څخه پوره یو کال مخکې د اتوار یا یکشنبې په ورځ هغه مهال وتښتول شو چې د انجینیرۍ په پروژو باندې یې کار کاوه.

امریکايي چارواکي باور لري چې دی له حقاني شبکې سره دی که څه هم طالبانو د هغه د برمته کولو په اړه په ظاهره څه نه دي ویلي.‌

د هغه خور چارلین کېکورا اسوسېټېډ پریس سره په یوې مرکه کې ویلي، "مونږ باور لرو چې هغه تر اوسه ژوندۍ او روغ دی."

هغې دا هم وویل، چې "مونږ د هغه د مړ کېدو او ټپي کېدو په اړه هېڅ خبر نه لرو."

د امریکايي سیاستوالو لپاره د فریریچ تښتونه د یو ستر جیوپالیټیک معما یوه برخه ده چې هېواد ته د امریکايي سرتېرو له بېرته ستنېدو سره باید ورته پام وشي.

د بایډن د ادارې چارواکو دا په ډاګه کړې چې دوی د طالبانو او د امریکا د حکړومت ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې د سولې تړون ته بیا کتنه کوي.‌

د ټرمپ اداره چې د برمته امریکایانو خوشې کېدل یې په لومړیتوبونو کې وو بې د فریرېچ په ګډون د برمته کسانو له خوشې کېدو مخکې پای ته ورسېده او اوس دغه کار د بایډن ادارې ته په میراث کې پاتې شول.

فریرېچ د امریکا د الیونس ایالت اوسېدونکی دی. ددې ترڅنګ اسټن ټایس په ۲۰۱۲ کال کې په سوریه کې ورک شوی او همدارنګه د ټریور رییډ او پاول ویلن په نامه دوه نور امریکایان په روسیه کې بندیان دي.

XS
SM
MD
LG