لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وايي، د افغانستان سره پولې ته څېرمه په نښته کې درې ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په کوز دير علاقه کې يې د ترهګرو سره نښته شوې او درې ترهګر يې وژلي دي.

ايي اېس پي ار ویلي، پوځ په کوز دير کې د افغانستان پولې ته څېرمه استخباراتي عملیات کړي او د ترهګرو د بريد پلان يې شنډ کړی دی.

پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو سره په نښته کې درې ترهګر وژل شوي دي.

د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو د عابد او يوسف خان او عبدالستار په نومونو شوې ده. د عابد او يوسف تعلق د سوات او عبدالستار تعلق د مردان سره ښودل شوی دی.

پوځ دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو څخه په غټه کچه وسله او ګرنېډونه هم ترلاسه کړی شوي دي.

پوځ ویلي، وژل شوي ترهګر په کال 2019م کې په سوات کې په يو شمېر هدفي وژنو کې ککړ پاتې شوي دي.

ويل شوي ترهګرو په پاکستان کې دننه د څو يادو کسانو په هدف کولو پلان جوړ کړی ؤ خو په وخت يې مخه ونيول شوه او ووژل شو.

د تير کال اګست په میاشت کې د پاکستان پوځ ويلي ؤ، د دیر په پوله د افغانستان د لوري نه په بن شاهي باندې د مارټر او غټې وسلې ډزې شوي چې پکې د ملېشې (اېف ـ سي) يو سرتيری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د بره دير سفر کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG