لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: د ډېنيل پرل په قضيه کې تورن ملزمان دې د تيزندۍ له خونې وويستل شي


د پاکستان ستري محکمې (سپريم کورټ) ويلي چې د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل په تښتونه او وژنه تورن احمد عمر شېخ او نور دې په سمدستي ډول د تيزندۍ د خونې وويستل شي.

د پاکستان ستري محکمې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [دوهمه فرورۍ] د سيند حکومت په هغه خواست اورېدنه کړې چې پکې سيند حکومت عدالت ته خپلې فېصلې ته د بيا کتنې خواست کړی ؤ.

عدالت ویلي، په قضيه کې ټول بندي کسان دې دوه ورځې په عام بېرک کې وساتل شي او بيا دې سرکاري رېسټ هاؤس ته بوتلل شي.

د پاکستان سپريم کورټ په 28م جنورۍ د ډينيل پرل په تښتونه او وژنه مرکزي تورن احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره نورو درېو کسانو د خوشي کولو امر کړی ؤ.

امریکې د پاکستان د سپريم کورټ په دغه فېصله سخته اندېښنه څرګنده کړې او بيا د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دغه لړ کې په 29م جنورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې هم کړې وې.

د سيند صوبې حکومت هم په 29م جنورۍ سپريم کورټ ته خواست کړی ؤ چې ستره محکمه دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

نن د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ د دې کسيزه ججانو ډلې ويلي، په رېسټ هاوس کې دې تورنو کسانو ته د سهار اته بجو نه تر ماښام پينځه بجو پورې د هغوی کورنۍ هم پرېښودی شي.

عدالت ويلي د عمرشېخ د کورنۍ د کراچۍ څخه راوستو او دغلته د پاتې کېدو انتظام او خرڅ به سيند حکومت ورکوي.

د راپورونو ترمخه څارنوال/ اټارني جنرل عدالت ته ويلي که احمد عمرشېخ شېخ او نور خوشي کړی شو دوی به ورک شي ځمکني حقايق تقاضه کوي چې د دوی د خوشي کولو امر دې معطل کړی شي.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي ايشيا بېورو چيف ؤ په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی ؤ چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی ؤ.

د ډېنيل پرل د وژنې په تور احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره درې کسان نيول شوي، عمرشېخ ته په ياده قضيه کې د مرګ او نورو درېو کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورل شوې خو تېر کال د اپرېل په دوهمه سيند هايکورټ د عمرشېخ سزا په اووه کاله بند او د نورو د سزاګانو ختمولو فېصله اورولې وه.

سپريم کورټ په 28م جنورۍ د سيند هايکورټ فېصله په ځای ساتلې او د هغوی د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG