لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ نیب اؤ‌ ایف ایي ای دپېښور بی ار ټي پروژې له پلټنو منعې کړل


دپاکستان سترې محکممې پېښور کې دغبن دتورونو سره مخ د تیز رفتاره بس زغلولو د‌ پروژې بي ار ټي په بابله دپلټنو په بابله د پېښور هائیکورټ امر ناچله ګرځولی اؤ داحتساب ملي اداره نیب یې ددې دې پروژه کې دغبن دپلټنو څخه منعې کړې ده.

د نهې په ورځ دخیبر پښتونخوا د حکومت وکیل مخدوم علي خان په یاده دوسیه کې سترې محکمې ته مخ شوی اؤ عدالت ته یې ویلي پېښور هائیکورټ پخپله پرېکړه کې ویلي چې کومې کمپنۍ ته ددې پروژې ټیکه ورکړل شوې هغه بلیک لسټ وه خو په په اصل کې ددغه کمپنۍ نوم په تورنوملړ کې نه دی راغلی.

تیرکال د دسمبر میاشت کې د پېښور هائيکورټ دهغه وخت دمشر قاضي وقار احمد سېټهـ په مشرۍ دوه کسيزه بنچ د بي ار ټي په اړوند محکمې ته دشوې عریضې په اساس خپله پرېکړه کې دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای ته ددې پروژې دپلټنو امر کړی ؤ .

تر دې وړاندې کال کې هم هائیکورټ خپله یوه بله پرېکړه کې نیب ته ددې پروژې دپلټنو امر کړی ؤ خو د هغې په ضد بیا سترې محکمې دصوبایي حکومت په غوښتنه خپل لنډ مهاله امر کې نیب ددې پروژې له پلټنو منعې کړی ؤ

هائیکورټ پخپله پرېکړه کې ویلي وؤ په نورو صوبوکې بدنامو شوؤ شرکتونو ته د بي ار ټي جوړولو ټېکه ورکړی شوې چې له دې کبله نه یوازې د پروژې لګښت د ۴۹.۳ اربه روپو نه ۶۷.۹ اربه روپو ته رسېدلی بلکې د نورو پروژو روپۍ هم دې را اړول شوي دي.

وروسته دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت اعلان کړی ؤ چې دهائیکورټ دپرېکړې په ضد به سپریم کورټ ته ځي.

دنهې په ورځ ستره محکمه کې په دې اړوند د دوسیې اوریدل کیدو په مهال دصوبایي حکومت غوښتنه ومنله اؤ دپېښور هائیکورټ دپلټنو امر یې ناچله وګرځولو.

سپریم کورټ خپله پرېکړه کې ویلي چې دبي ارټي پروژې پلتنې به نیب نه شي کولی ځکه چې دهائیکورټ پرېکړه په اندازو یا قیاسونو اډاڼه وه.

سترې محکمې دپلټنو مرکزي اداره ایف ایي ای هم ددې دوسیې تر راتلونکې اوریدنې دبي ارټي د پلټنو نه منعې کړې ده اؤ دصوبایي حکومت اؤ دپېښور دپرمختیایي ادارې پي ډي ای په اپیلونو یې دلنډ مهاله امر موده نوره هم وغځوله.

د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت دشپږو میاشتو په لنډه موده کې دسرته رسولو ژمنې سره پېل کړې وه خو په دې پروسه بیا څه درې کاله وخت مصرف شو.

هرڅو که اوس ددې منصوبې پرانسته شوې ده خو خو په ۲۷ کلوميټر بي آر ټي کې د ګاډو د ودرولو ځايونه او پلازې يا ودانۍ جوړول پاتې دي او د سايئکلو چلولو دپاره لاره هم پکې لا نه ده جوړه کړل شوې کړی.

دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه تورونه لګوي چې بي‌ ار‌ ټي‌ پروژه کې د اربونو روپو غبن شوی دی اؤ پروسکال دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب مشر جاوید اقبال هم ویلي وؤ چې د بي ار ټي قضیه دنیب سره تیاره پرته ده خو محکمې ددغه قضیې په اړوند دپلټنو نه کولو لنډمهاله امر یا سټي ارډر جاری کړی دی.

XS
SM
MD
LG