سعودي عرب د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د پاکستان په ګډون د 20 هېوادونو څخه دغه ملک ته د خلکو ورتګ په عارضي ډول معطل کړی دی.
د سعودي عرب دا معطلي به نن د شورو/ چارشنبې د ورځې درېمې فرورۍ د شپې د نهه بجو څخه عملي کيږي.
د پاکستان د هوا بازۍ د کمپنۍ (پي ايي ای) وياند عبدالله ویلي، د بندېز له کبله به هيڅ يو مسافر نه شي کولی چې د سعودي عرب سفر وکړي.
سعودي عرب په 20م دسمبر هم د نړۍ څخه دغه هېواد ته د هوا، ځمکې او سمندر د لارې د يوې اوونۍ دپاره بندېز لګولی ؤ.
سعودي عرب چې د کومو 20 ملکونو لخوا ورتګ معطل کړی، امریکا، متحده عرب امارات، جرمني، ترکي او يورپي هېوادونه هم شامل دي.
سعودي عرب ويلي په دې عارضي بندېز کې د هغو ملکونو وګړي هم شامل دي چې د يادو 20 هېوادونو څخه په تيرو 14 ورځو کې تير شوي وي.
سعودي عرب چې نن د شورو/ چارشنبې د ورځې [درېمې فرورۍ] څخه ورتګ معطل کړی، ویلي يې دي د سعودی عرب وګړي، سفارتي عمله او طبي پوهان به کولی شي چې د خپلو کورنيو سره د سعودي عرب د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې تګلارې لاندې عمل کوي، سفر وکړي.
د پي ايي اې ویاند ويلي د مسافرو د اسانۍ دپاره به د پي ايي اې د سعودي عرب سره د پروازونو لړۍ روانه وي، او د سعودي عرب څخه به پاکستان ته مسافر راوستل کيږي.
وياند زياته کړې د بندېز د ختمېدو وروسته به پروازونه په ځای کړی شي او خلکو ته ويل شوي چې د نورو مالوماتو دپاره تماس ونيسي.