لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوبايډن د يمن په جګړه کې د ملاتړ ختمولو اعلان کړی


د امریکا صدر جوبايډن اعلان کړی چې امریکا په يمن کې د سعودي عرب په مشرۍ د روانې جګړې ملاتړ ختموي.

صدر جوبايډن د بهرنيو چارو په وزارت کې امریکايي سفارتکارو ته په وېنا کې وويل، چې د يمن جګړه ختمېدل پکار دي.

هغه ویلي امریکا د يمن د جګړې ختملو دپاره سفارتکاري ګړندۍ کوي او په دغه لړ کې يې په منځني ختيځ کې خپل ټيم ته ویلي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اوربند په هڅو کې مرسته وکړي.

جوبايډن ويلي د يمن د جګړې په لړ کې د جارحانه عملياتو دپاره ټولې امريکايي مرستې ختموي چې پکې د امریکې د وسلې خرڅول هم شامل دي.

نوموړي ویلي امريکا به د سعودي عرب دفاع کوي خو نور جزیات يې نه دي شريک کړي.

امریکايي صدر د وړاندې نه په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د وسلې خرڅول ځنډولي دي.

خو د امریکا د ملي امنيت مشاور جېک سليون ويلي د يمن په جګړه کې د ملاتړ ختمولو سره به په عربو کې د القاعده پرضد امریکايي مبارزه نه اغېزمنيږي.

په يمن کې د کال 2014م په ستمبر کې د حکومت او حوثي ياغيانو ترمنځ جګړه پېل شوې او بيا وروسته د سعودي عرب په مشرۍ عرب ملکونو د يمن د حکومت ملاتړ کړی او فضايي بريدونه يې پېل کړي وو، امريکې د سعودي عرب ملاتړ کړی وو.

امریکايي صدر په خپله وېنا کې ويلي چې امریکا په بهرنۍ تګلاره (خارجه پاليسۍ) کې سفارتکارۍ ته بيرته راغلې او د نړۍ سره يو ځل بيا اړیکې په ځای کوي.

ښاغلي بايډن ویلي امریکايي مشرتابه به د امریت خوونکو مخنيوی کوي چې پکې د چين دغه اراده چې د امریکا په مقابله کې ودريږی او د روس لخوا د امریکا جمهوريت ته د زيان رسولو او په لار کې يې د خنډ جوړولو هڅې شامل دي.

جوبايډن په میانمار کې په روانو حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي امریکا د خپلو اتحاديانو سره په ګډه په ميانمار کې د جمهوري حکومت پرضد د پوځي اقدام وروسته د جوړ بحران ختمولو هڅه کوي.

جوبايډن غوښتي چې د ميانمار پوځ دې واک پرېږدي او جمهوري مشران دې خوشي کړي.

XS
SM
MD
LG