لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران: پاکستان به کشمیريانو ته حق ورکړي چې ازادېدل غواړي که د پاکستان سره پاتې کېدل


د پاکستان وزيراعظم عمران خان کشميريانو ته په مخاطب کولو سره ويلي دي، "چې کله تاسو د خپل راتلونکي د فېصلې کولو حق ترلاسه کړئ او چې کله د کشمير خلکو د پاکستان په حق کې رايې ورکړه زه تاسو ته يقين درکوم چې پاکستان به تاسو ته حق درکړي چې خپله فېصله وکړئ چې د پاکستان سره پاتې کېدل غواړئ که ازاد".

پاکستان د جمعې په ورځ (پينځمه فرورۍ) د کشمیر سره د يو والي ورځ نمانځلې او په ملک کې يې لاريونونه کړي دي.

وزیراعظم عمران خان د کشمير سره د يو والي په لړ کې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې يوې غونډې ته وېنا کړې او کشميريانو ته یې د خپل راتلونکې د فېصلې کولو د حق ورکولو خبره کړې ده.

عمران خان ویلي پاکستان به تل د کشمیریانو د خپلواکۍ په مبارزه کې دهغوی ترڅنګ ولاړ وي او که چرې هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو په اساس د کشمیر د شخړې په هواري کې سنجیده وي نو پاکستان به دوه ګامه وړاندې ویني.

وزیراعظم عمران خان تور لګولی چې هند د تیرو اووه لسیزو راهسې د کشمیریانو دازادۍ د جذبې چقولو هڅې کوي خو په دې هڅو کې ناکام شوی دی.

پاکستان او هند چې په کال 1947 کې د برتانيې څخه ازادې ترلاسه کړې کشمير لانجمن پاتې شوې او دواړه هېوادونه پرې دعوې کوي او د کشمير په سر د دواړو ترمنځ جګړې هم شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په کال 1948 کې په يو قرارداد کې کشميريانو ته په پاکستان او هند کې د يو د خوښولو حق ورکړی دی. خو په دغه وړانديز کې د کشمير د ځانله پوره خپلواکۍ نه دي شوي.

هند د دغه وړانديز مخالفت کړی او غواړي چې د کال 1972 د شمله لوظنامې لاندې د پاکستان او هند ترمنځ دغه کشاله هواره شي.

هند په پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې بېلتون خوښې ډلې تربيه کوي او پېسې ورته ورکوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

هند د 2019 کال د اګست په مياشت کې د هندي کشمير ځانګړی حیثيت ختم کړی او د کشمیر په اړوند د ارټيکل ختمولو سره اوس هندي کشمير د هند ریاست ګڼل کیږي.

پاکستان د هند دغه ګام غندلی او هند ويلي وو دا يې کورنۍ معامله ده پاکستان دې پکې لاس وهنه نه کوي. او له دغې وروسته د هند او پاکستان تاوژنې اړيکې نورې ترينګلې شوي وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG