لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 53 کسان مړه شوي،د1000ؤ حالت اندېښمن


دولتي شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور 53 کسان مړه شوي چې دې سره تر اوسه دې هیواد کې په کرونا وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره 11 اؤ 967 ته رسېدلې ده.

دکرونا وایرس دلاسه دمړینو په کچه کې داضافې داخبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې پاکستان ته تېره اوونۍ دچین څخه د کرونا ضد واکسینو پینځه لکه خوراکونه رسول شوي خو دا وایرس تر اوسه عام ولس ته نه دي ورکړل شوي اؤ په وړومبي پړاؤ کې یوازې روغتیا پالانو ته لګول کیږي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار د ادارې شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې ددغه هیواد بیلابیلو برخو کې 1346 تازه پېښې ثبت شوي دي.

تیرکال پاکستان کې ددې وایرس د خوریدو د وخت نه نیولی تر اوسه پاکستان کې پینځه لکه 54زره اؤ 474 کسانو ته کرونا وایرس ورپوري شوي خو په دې کې نور ټول بېرته روغ شوي اؤ دامهال یوازې 32 زره اؤ 265 کسان په دې وایرس اخته دي.

سرکاري شمیرې دا هم ښایي چې په کرونا وایرس اخته ناروغانو کې د1000 نه د زیاتو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په هیواد کي د کرونا ویکسین د لګولو عمل د روانې میاشتې د دریمې نیټې څخه شورو کړل شوی دی.

دتیرې میاشتې په پیل کې د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان ویلي وؤ پاکستان دکرونا ضد ویکسین ترلاسه کولو دپاره درېوؤ کمپنیو سره اړېکه نیولې ده اؤ دمارچ دمیاشتې څخه به دا واکسین پاکستان کې دهر چا دپاره موجود وي

چارواکي وایي پاکستان د کرونا ضد ویکسینو اخستو دپاره ۱۵ کروړه ډالر بیل کړي دي.

د نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سینټر تر مخه د ویکسین محفوظ کولو د پاره په ټول هیواد کي د ۵۰۰ څخه زیات مرکزونه جوړ کړې شوي دي.

ټاکل شوې ده په وړومبي پړاو کي به ډاکټرانو او طبی کارمندانو، په دویم پړاو کي به د ۶۰ کلو څخه زیات عمر کسانو او په دریم پړاو کې به د ۱۸ کلو او ددی څخه زیات عمر کسانو ته ویکسین لګول کیږي خو د ۱۸ کلو څخه کم عمره کسانو ته به ویکسین نه لګول کیږي

په پاکستان کې د روغتيا د چارو پوهان وايي چي د کرونا وايرس نه د خلکو د مړينې او ناروغه کېدو کچه کې ورځ تر بلې لوړوالی راځي او خلک احتياط هم نه کوي نو په داسې حال کې دکويډ-19 ناروغۍ دمخنيوې يوازینۍ لار په وخت خلکو ته وېکسين لګول دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG