لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېنيل پرل په وژنه او تښتونه تورن عمرشېخ او نور رېسټ هاوس ته منتقل کړی شوي


د پاکستان د سيند صوبې حکومت د امريکايي جرنلېسټ په وژنه او تښتونه تورن احمد عمر شېخ او نور د زندان څخه رېسټ هاوس ته اړولي دي. د پاکستان ستري محکمې (سپريم کورټ) په دوهمه فرورۍ امر کړی ؤ چې احمد عمر شېخ او نور دې په سمدستي ډول د تيزندۍ د خونې وويستل شي.

د سيند صوبې حکومت د خالي/ شنبې په ماښام (شپږمه فرورۍ) په جاري کړې اعلاميه کې ویلي، چې د سپريم کورټ په امر يې احمد عمر شېخ، فهدنسيم، سيد سلمان ثاقب، شېخ محمد عادل او عبدالحميد بګټي د کراچۍ د مرکزي زندان په ديوال دننه بلې نوې جوړې ودانۍ ته منتقل کولی شي.

د اعلاميې ترمخه پولیس او رېنجرز به د دوی په ساتنه په ځای کولی شي او دوی ته به دغلته د ټيليفون او انټرنېټ اسانتيا نه ورکول کيږي.

ويل شوي کورنۍ به يې د دوی سره د سهار اته بجو نه تر مازيګر پينځه بجو پورې ليدی شي او دوی ته به د بهر څخه خوراک هم ور وړلی شي.

د پاکستان سپريم کورټ په 28م جنورۍ د ډينيل پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې د سيند هايکورټ فېصله په ځای ساتلې او د مرکزي تورن احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره نورو درېو کسانو د خوشي کولو امر یې کړی وو.

امریکې د پاکستان د سپريم کورټ په فېصله سخته اندېښنه څرګنده کړې او بيا د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دغه لړ کې په 29م جنورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې هم کړې وې.

د سيند صوبې حکومت هم په 29م جنورۍ سپريم کورټ ته خواست کړی ,, چې ستره محکمه دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

د ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په تورعمرشېخ ته په ياده قضيه کې د مرګ او نورو درېو کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورل شوې خو تېر کال د اپرېل په دوهمه سيند هايکورټ د عمرشېخ سزا په اووه کاله بند او د نورو د سزاګانو ختمولو فېصله يې اورولې وه.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي ايشيا بېورو چيف ؤ په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی ؤ چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG