لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کې- ټو غره ته د درې بې درکه غره ختونکو د لټون عملیات دوام لري


چارواکي وايي، د بې درکه شویو دریو غره ختونکو د لټون په عملياتو کې نن په دريمه ورځ هم بریالي شوې نه دي.
د جمعې په شپه چه د دغو درې غره ختونکو اړيکه د کې۔ټو غره ته ختلو پر وخت د کيمپ نمبر درې سره قطي شوې وه او د خالي د ورځې نه را په ديخواه د بې درکه غره ختونکو د لټون عمليات پیل شوي، خو د غره ختونکو انتام ارې الپاين کلب پاکستان تر مخه ، د پوځي هيلي کاپټرو د لارې دغه عمليات نن يو وارې بيا بې کومې نتيجې ځنډول شوي.
د الپاين کلب سکتر کرار حيدري وي۔او۔ای ته وويل ” نن د تيزې سيلۍ او وريځو له امله عملياتو کې مشکل وو خو ددې باوجود د لټون ټيمان تر هغه اوچتوالي رسيدلي تر کومې چه ممکنه وه “ کرار حيدري زياته کړه، د نهې په ورځ به بيا هم د دوي د لټون دپاره پوځي هوابازۍ هيلي کاپټرو د لارې لټون روان ساتي او تر اوسه دوي نشي کولې چه د بې درکه غره ختونکو د مړينې پخلې وکړي ، ځکه چه دوي اوس هم په دې هيله دي چه غره ختونکي ژوندي وموندل شي.
په بې درکه شوو کې د پاکستان غره ختونکی محمد علي صدپاره ، د اييس لينډ جان سنوري او د چيلي جې۔پي۔موهر شامل دي.
د پاکستان بې درکه غره ختونکي زوې ساجد سدپاره چې خپله هم د دوي بې درکۍ په وخت کيمپ نمبر ٣ کې موجود وو، تيره ورځ بيرته سکردو ته رسيدلې او مطبوعاتو ته يي ويلي ، د هغه دا باور دې چه دده پلار او دوه بهر ملکي غره ختونکي د کې۔ټو څوکې ته رسيدو وروسته د واپسۍ په مهال د کومې پيښې سره مخ شوي وي او بيا بې درکه شول.

ساجد صدپاره وويل، کې۔ټو ته د ختلو پر وخت په تکنيکي توګه تر ټولو ګران پړاو بوټل نيک دې او دغه ډله ددې ځايه څخه اوړيدلې وه ۔
د هماليه غرونو لړۍ کې د کی۔ټو غره څوکه د ماونټ ايوريسټ وروسته په نړۍ کې دويمه او د پاکستان تر ټولو زياته اوچته ده. سږنی کال د جنورۍ په ١٦مه نيټه د نيپال غره ختونکو لس کسيزې ډله کی۔ټو غره څوکې ته رسيدلې وو او د يخنۍ موسم کې يي دغلته د رسيدو لومړي عالمي ريکارډ جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG